ژبه

زاخیلوال د پاکستان لومړي وزیر سره پر افغان سولې خبرې کړې

کابل (پژواک، د وري لومړۍ نیټه، ۹۷) : په اسلام اباد کې دافغانستان سفیر او د ولسمشرځانګړي استازی ډاکتر حضرت عمر زاخیلوال د پاکستان لومړي وزیر شاهد خاقان عباسي سره پر افغان سولې او نورو موضوعاتو خبرې کړې دي.

زاخیلوال د وري په لومړۍ نیټه، په ټولنیزه شبکه ټویټر کې لیکلي، چې د پاکستان لومړي وزیر سره یې پر افغان سولې او امنیت خبرې کړې دي.

هغه دغه راز زیاته کړې، چې له عباسي سره یې په دې لیدنه کې د دواړو هیوادونو پر اړیکو، شته کړکیچ، عمومی چاپيریال، فرصتونو، د راتلونکو لوړو کچو کتنو او ګڼو نورو دوه اړخیزه موضوعاتو خبرې وکړې.

د زاخېلوال په وینا، د پاکستان لومړي وزیر په کابل کي پر عامو وګړو د ننني ځانمرګی ترهګریز برید د کلکې غندنې تر خوا د ‌‌‌‌‌تسلیت پیغام هم ورکړی دی.

دیادونې وړ ده، چې څو ورځې مخکې د پاکستان د ملي امنیت سلاکار جنجوعه کابل ته د سفر پر مهال ولسمشر سره لیدلي وو او ولسمشر د پاکستان لومړي وزیر ته د کابل د سفر بلنه ورکړې وه، چې د هغه لخوا منل شوې.

زاخیوال دوه ورځې مخکې په اسلام اباد کې جنجوعه سره هم لیدلي وو.

login or register a new account.

ورته موضوع