ژبه

پکتيا کې د افغان او پاکستانيو ځواکونو تر منځ جګړه شوې

ګردېز (پژواک ٧ ورى ٩٧): د پکتيا امنيتي مسوولين وايي، نن مازيګر د پکتيا د ډنډ پټان سرحدي ولسوالي په صفري نقطه کې د افغان او سرحدي ځواکونو تر منځ سخته نښته شوې ده.

د پټان ولسوالۍ د اووم سرحدي کنډک سرپرست ډګرمن عزيز محمد پژواک خبري اژانس ته وويل چې لومړی پاکستاني ځواکونه څو سوه متره افغان خاورې ته رامخکې شوي او په عين حال کې يې له څو سرحدي پوستو په دوی بريدونه پيل کړي وو.

ده زياته کړه، پاکستانيو ځواکونو په افغان خاوره ۷۴ توغندي هم ويشتلي، چې له امله يې د دوی يو تن پوليس ټپي شوی او يو رينجر موټر يې تخریب شوی دی.

د هغه په وينا، پاکستانيو ځواکونو غوښتل د پټان په انځرکي کنډو سيمه کې پوسته جوړه کړي، خو په ځوابي بريد کې يې پاکستانی لوری بېرته شاته تمبول شوى او د توغنديو بريدونو بالمثل ځواب هم ورکړل شوی دی.

ياد شوى امنيتي مسوول وايي، چې په ځوابي بريدونو کې دوه پاکستاني سرحدي پوليس وژل شوي او درې نور ټپيان دي.

نوموړي د دې خبرې په څرګندولو سره چې اوسمهال بيا هم د جګړې د پېښېدو زياته شونتيا شته، وويل: ((دوی د ټنګي سر سيمه کې رامخکې شول او بيرغ يې پورته کړ او په عين حال کې يې په موږ د سپکو او درنو وسلو مستقلانه بريد پيل کړ. اوس د جګړې امکان شته او موږ له ملي اردو او پوليسو سره په ګډه امادګي لرو.))

تېر کال هم په دې سيمه کې د پاکستانيو ځواکونو د بريدونو له امله جګړه پېښه شوه، چې څو افغان سرحدي پوليس په کې شهيدان شوي وو.

login or register a new account.