ژبه

امريکا او پاکستان يو ځل بيا پر افغانستان خبرې کوي

 

کابل (پژواک، ٩ ورى ٩٧): د سويلي اسيا لپاره د امريکا د بهرنيو چارو وزارت مرستیاله له پاکستاني چارواکو سره پر افغان سولې د خبرو اترو لپاره اسلام اباد ته رسېدلې ده.

د راپورونو له مخې، د امريکا د بهرنيو چارو وزارت د سوېلي اسيا مرستياله ايلس وېلز پرون اسلام اباد ته رسېدلې او ټاکل شوې چې نن به د دغه هېواد له چارواکو سره وګوري.

د سرچينې په خبره، چې نوموړې به په دې ليدنو کې د نورو موضوعاتو تر څنګ په ځانګړې توګه پر افغان سولې هم له پاکستاني چارواکو سره خبرې اترې کوي.

په تېرو درېيو مياشتو کې پاکستان ته د نوموړې دا دويم سفر دى په جنورۍ مياشت کې هم نوموړې اسلام اباد ته تللې وه.

بلخوا د امريکا د بهرنيو چارو وزارت له خوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې مېرمن وېلز به له پاکستاني چارواکو سره پر افغان مسئلې، د سويلي اسيا لپاره د ولسمشر ټرمپ پر اعلان شوې ستراتيژۍ او يو شمېر نورو موضوعاتو خبرې وکړي.

پاکستان او امريکا په داسې حال کې پر افغان سولې خبرې کوي چې دوه ورځې مخکې د ازبکستان په پلازمېنه تاشکند کې د افغانستان پر سولې نړيوال کنفرانس جوړ کړى و.

په دغه کنفرانس کې د امريکا او پاکستان استازو هم ګډون او د افغانانو په مشرۍ يې د سولې پر هلو ځلو ټينګار کړى و.

د ولسمشر اشرف غني د ملي امنيت سلاکارحنيف اتمر هم څو ورځې مخکې امريکا ته د سفر پر مهال ويلي وو چې په افغان سوله کې د پاکستان رول مهم دى.

د سياسي چارو کارپوه خوشال خليل وايي، اوس پاکستان بله لار نه لري يا به سوله کوي يا به جنګ د لاهور او کراچۍ تر زړونو رسېږي او سوله کې د ټولو خير دی‌.

هغه وايي، په تاشکند کې د افغانستان په اړه له کنفرانس او په دې اړه په افغان قضیه کې د منځنۍ اسيا هېوادونو له لېوالتيا داسې ښکاري چې که پاکستان پر خپل اوسني دريځ پاتې شي او پرې نه ږدي منځنۍ اسيا د افغانستان له لارې خپله انرژي او برېښنا سوېلي اسيا ته صادره کړي او سوله کې همکاري ونه کړي، نو دغه هېوادونه حاضر دي چې له امريکا سره مرسته وکړي.

خليل په ټولنيزه شبکه فېسبوک کې ليکلي، که پاکستان پر ناټو د اکمالاتو لار بنده کړي؛ نو دوی به ناټو ته اکمالاتي لارې پرانيزي.

login or register a new account.