ګردېز (پژواک، ١٢ ورى ٩٧): ولسمشر محمد اشرف غني له يو شمېر وزيرانو سره نن سهار وختي د پکتيا ولايت مرکز ګردېز ښار ته رسېدلى دى.
ټاکل شوې ده چې ولسمشر د دغه سفر په ترڅ کې لومړى د ٢٠٣ تندر قول اردو له چارواکو سره وګوري او بيا په يوه بله غونډه کې خبرې وکړي.
دغه راز ولسمشر محمد اشرف غني به د دغه سفر په ترڅ کې د پکتيا د برېښنا سب سټېشن، د ګردېز- زرمت سړک، د شهيدانو، ښوونکو او مامورينو ښارګوټى، د پکتيا صنعتي پارک او د امنيې قوماندانۍ نوې ودانۍ هم پرانيزي.
په دې اړه به نور جزئيات وروسته خپاره شي.