ګردېز (پژواک، ١٢ ورى ٩٧): ولسمشر محمد اشرف غني پکتيا ولايت ته د خپل سفر په ترڅ کې پنځه لويې پروژې پرانيستې.
ولسمشر د کابينې د شپږ وزيرانو، د سيمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې د مشر او ځينو نورو مشرانو او معينانو په ګډون نن سهار وخته د پکتيا مرکز ګردېز ته سفر وکړ او پنځه لويې پروژې يې پرانيستې.
په يادو پروژو کې د ګردېز د ۲۲۰ کيلو ولټ برېښنا سب سټېشن، د ګردېز- زرمت سړک، د امنيې قوماندانۍ ودانۍ، صنعتي پارک او د مامورنيو ښارګوټی شامل دي.
ولسمشر اشرف غني برېښنا د پرمختګ اساس ياد کړ او ويې ويل چې د برېښنا په شتون کې به ډېر پرمختګونه ممکن او عملي شي.
غني وويل چې د يو کيلو واټ برېښنا بيه هم له دېرش افغانيو څخه شپږ افغانيو ته راښکته شوې ده.
د سوداګرۍ او صنايعو او ښار جوړونې د وزيرانو تر منځ د ګردېز د صنعتي پارک نقشه هم لاسليک شوه او سوداګرۍ وزارت ته وسپارل شوه.
د دوی د معلوماتو له مخې، دغه ښارګوټی په ۹۸۳ جريبه ځمکه کې جوړېږي چې د ٢٣٧ لويو، منځنيو او کوچنيو فابريکو د فعاليت ظرفیت به ولري.
جمهور رييس زياته کړه: ((زما اصلي هيله دا ده چې صنعتي پکتيا وګورم، د جلغوزو پروسس وګورم او د نورو پرمختګونو شاهدان و اوسو او دغه کار د برېښنا په شتون کې کېږي. تاسو له هر چا زيات صبر او حوصله کړې او اوس مو نوبت راغلی چې غوښتنې مو واورېدل شي او عملي شي.))
ولسمشر محمد اشرف غني وویل چې روان او شوي پرمختګونو د امنيتي ځواکونو د سرښندنې له برکته دي او د پرمختګ په هر پړاو کې بايد د دغو ځواکونو شهيدانو، ټپيانو او د هغوی کورنيو ته پام وشي.
غني همدارنګه د ښوونکو د ژوند پر ښه والي هم ټينګار وکړ او د نوموړي په حضور کې د ښار جوړونې د وزير او د سيمه ييزو ارګانونو خپلواکې ادارې د مشر تر منځ د شهيدانو، ښوونکو او مامورينو ښارګوټي نقشه هم لاسليک او رسماً ګردېز ښاروالۍ ته وسپارل شوه.
د دغه ولايت مسوولين وايي چې ياد ښارګوټی به ۱۲۹۱ جريبه ځمکه کې جوړ شي چې ۲۴۱۱ نومرې او ۲۷ بلاکونه به ولري.
ولسمشر د امنيې قوماندانۍ د نوې ودانۍ او ځيني نور کارونه هم ياد کړل او ويې ويل: ((په څو هفتو کې به د کورنيو چارو وزارت خدمات په بنيادي توګه پيل شي؛ د لويې پکتيا جلغوزي به د افغانستان د جلغوزي په نوم په ټوله نړۍ کې مشهورېږي. د کليو پراختيا ټول پروګرامونه مو د څلورو مياشتو لپاره درولي، دغه پروګرام سر تر پايه بدلون کوي، څو پر يو عادلانه او افغانستان شمول پروګرام باندې بدل شي او پکتيا او د دې په شان نورو محرومو ولايتونو ته هم په کې ونډه ورکړل شي.))
login or register a new account.