ژبه

امريکا دوه نور پاکستاني ګوندونه د ترهګرو ډلو په لېست کې شامل کړل

کابل (پژواک، ١٤ورى ٩٧): د امريکا متحدو ايالتونو دوه نور پاکستاني ګوندونه د ترهګرو ډلو په لېست کې شامل کړي دي.

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت له خوا د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې،د پاکستان ملي مسلم ليګ او تحريک ازادي کشمير په نامه ګوندونه د ترهګرو ډلو په لېست کې شامل شوي دي.

د امريکا د ترهګرو ډلو په لېست کې اووه نورې ډلې او ګوندونه مخکې هم شامل شوي وو.   

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت ويلي چې ملي مسلم ليګ او تحريک ازادي کشمير په اصل کې د لشکر طيبه  ډلې دي، خو اوس يې په دې نومونو فعاليتونه پيل کړي دي.

لشکر طيبه لا دمخه د امريکا له خوا ترهګره ډله اعلان شوې ده.

سرچينې ويلي و چې دواړه ډلې د ترهګرو نړېوال لېست (جي ټي) کې شاملې شوې دي.

login or register a new account.