کلات، کندهار (پژواک، ٢٥ ورى ٩٧) : د زابل ولايت د شهر صفا ولسوالۍ امنيه قوماندان د وسله والو طالبانو په يوه چريکي بريد کې ووژل شو.
د شهر صفا ولسوال عبدالصمد دراني د وري په ٢٥مه، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دا پېښه نن غرمه مهال د کندهار ښار په نهمه حوزه کې رامنځته شوې ده.
هغه زياته کړه، چې امنيه قوماندان ګل احمد ګرانى د کندهار اوسېدونکى و او کور ته په رخصتى تللى و.
د کندهار د والي وياند عزيز احمد عزيزي د يادې پېښې دتاييد ترڅنګ پژواک اژانس ته وويل، چې د شهر صفا ولسوالۍ امنيه قوماندان د نهمې حوزې اړونده دجادې په سيمه کې اوسېدلو او نن غرمه چې له کوره وتلى و نو د وسله والو لخوا پرې بريد شوى دى.
هغه وايي، چې په دې بريد کې امنيه قوماندان پخپله ووژل شو او يو ساتونکى يې ټپي شوى دى.
د عزيزي په وينا، بريدګر تښتيدلي ، خو پوليس يې د نيولو په موخه پلټنې پيل کړې دي.
تر اوسه ددې بريد مسووليت چا په غاړه نه دى اخيستى.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن