ژبه

حکمتيار: ځينې داخلي کړۍ او يو شمېر سفارتونه د تېر په څېر ټاکنې غواړي

کابل (پژواک،٣٠ ورى ٩٧): د حزب اسلامي مشر ګلبدين حکمتيار له خلکو غوښتي چې تذکرې واخلي او نوم ليکنه وکړي، خو دا ادعا يې هم کړې چې ځينې داخلي کړۍ او يو شمېر سفارتونه يو ځل بيا د تېر په څېر ټاکنې غواړي.

د حزب اسلامي د مطبوعاتي دفتر له خوا د وري په ٣٠مه، پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې حکمتيار دغه څرګندونې د کابل د قره باغ ولسوالۍ له يو شمېر قومي مشرانو، علماوو او جهادي قوماندانانو سره د ليدنې پر مهال کړې دي.

سرچينې زياته کړې، حکمتيار په خپل وخت پر رڼو او عادلانه ټاکنو د ټينګار ترڅنګ وويل، چې په حکومت کې دننه ځينې کړۍ او ځينې سفارتونه د تېر ځل په څېر ټاکنې غواړي.

خو د حزب اسلامي مشر د کوم سفارت نوم نه دى په ډاګه کړى.

د نوموړي په وينا، دغه کړۍ د افغانانو ترمنځ نفاق ته لمن وهي او غواړي چې دا جګړه دوام پېدا کړي او يو بل جان کري راشي او د ټاکنو برخليک ورته وټاکي.

د يادونې ده چې د تېرو ولسمشريزو ټاکنو تر شخړو او ناندريو وروسته د امريکا د بهرنيو چارو د پخواني وزير جان کري په منځګړيتوب دملي يووالي حکومت رامنځته شو.

حکمتيار په ياده ليدنه کې زياته کړې، بهرنيان نه يو معتبر پارلمان غواړي، نه يو قوي مرکزي حکومت غواړي، نه پياوړي او ملت شموله ګوندونه او نه د افغانانو ترمنځ ملي يووالی.

د حزب اسلامي مشرڅرګنده کړې: ((د شر اوفساد پر وړاندې زموږ مبارزه دوام لري. د هر هغه حرکت ملاتړ کوو چې د فساد پر ضد وي او د هر هغه کار مخه نيسو چې زموږ ملي ګټو، ملي ارزښتونو، ملي يووالي او اسلام ته خطر پېښوي.))

حکمتيار په راتلونکو ټاکنو کې د درغليو پر مخنيوي ټينګار کړى او ويلي يې دي چې که افغانان همت وکړي؛ نو د ښمن ته په هر ډګر کې ماتې ورکولی شي.

هغه له خلکو وغوښتل چې ټاکنو ته چمتوالی ونيسي، تذکرې واخلي، نومونه ثبت کړي او له دولته وغواړي چې هره حوزه بايد خپل وکيل ولري.

خو د حزب اسلامي مشر زياته کړې چې د پخوا په څېر ټاکنې نه غواړي، راتلونکې ټاکنې بايد رڼې او عادلانه وي. په دې ټاکنو کې بايد صالح شخصيتونه را وړاندې  او ملاتړ يې وشي.

login or register a new account.