جلال اباد (پژواک ٧ غويى ۹۷): افغان او پاکستانيو چارواکو په تورخم بندر کې د مسافرو د ستونزو پر کمولو خبرې کړې دي.
بلخوا د تورخم له لارې پاکستان ته تلوونکي مسافر وايي چې دواړو خواوو ته دپاسپورټونو د کارکوونکو د کموالي له امله دوى په ساعتونو ځنډول کېږي چې له امله يې دوى له سختو ستونزو سره مخ دي.
ددې ستونزې دهواري لپاره پرون په تورخم کې د افغانستان او پاکستان د سرحدي مسوولينو ترمنځ ناسته وشوه.
پاکستانيو رسنيو خبر ورکړى چې د خيبر ايجنسۍ دولتي چارواکي نياز محمد چې په دې ناسته کې يې ګډون کړى و، افغان لوري ته ډاډ ورکړى چې په تورخم کې د مسافرو شته ستونزې به هواروي. دغه راز نوموړي ددواړو لوريو ترمنځ پر همغږۍ هم ټينګار کړى دى.
په تورخم کې د افغان سرحدي ځواکونو کميسار وحيدالله نيازي پژواک ته ومنله، چې پرون يې له پاکستاني لوري سره ليدلي او پر څلورو مواردو يې خبرې کړې دي.
هغه زياته کړه، چې د ډيورنډ پولې پورې غاړې ته د پاسپورټ څانګه کې کارکوونکي کم دي او افغان مسافرو ته ستونزې جوړې شوې، چې له هغوى څخه په دې برخه کې د کارکوونکو د زياتوالي او دکارونو د چټکولو غړوښتنه وکړه.
نيازي وويل، چې دغه راز افغان کډوالو ته د اسانتياوو رامنځته کولو او ددروازې تر ماخوستنه پورې د پرانستي پرېښودلو غوښتنه هم وکړه.
د نوموړي په وينا، پاکستان تل ژمنې کوي، خو عملي کوي يې نه، دوى په تمه دي چې دا ژمنې عملي شي.
په تورخم کې افغان سرحدي ځواکونه هم مني چې د خلکو د شمېر ډېروالي له امله د پاسپورټ په څانګه دواړو خواوو ته ګڼه ګوڼه زياته وي او له امله يې خلک ساعتونه ساعتونه د تګ لپاره انتظار کاږي.
۶۰ کلن محمود چې نږور او لمسيان يې پېښور ته د خپل پلار کره تللي وو، وايي چې د تګ پرمهال يې هم تورخم کې درې ساعته انتظار کړی او چې بيا يې راولي هم ؛ نو درې ساعته يې دې خوا او دوه يا درې ساعته به له هغې خوا د راتګ لپاره په تورخم کې انتظار کاږي.
دی وايي، خپل ټول عمر کې پېښور ته د تګ راتګ پرمهال يې تورخم کې دومره اوږد انتظار نه و کړی لکه په دغه ورځ.
هغه زياته کړه : ((زه سهار اته بجې دلته راورسېدم، دا دی اوس لس بجې دي؛ خو لا هم له دې اوږده کتاره وروسته يم.))
login or register a new account.