کندهار (پژواک ١٥ غويى ٩٧): د کندرهار مسوولين وايي، په سپين بولدک ولسوالۍ کې د امنيه قومندان پر کور وسله وال ډله ييز بريد شوى، چې دوه پوليس په کې وژل شوي دي.
د امنيه قومندان جنرال عبدالرازق سکرټر غورځنګ اپريدي، پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن ماخوستن په سپين بولدک ولسوالۍ کې د قومندان رازق پر کور لومړى موټرسايکل بم بريد شوى او وروسته درېيو وسله والو بريد پيل کړى دى.
ده زياته کړه، د وسله والو او پوليسو ترمنځ نښتې نيم ساعت کړى چې درې بريدګر او دوه پوليس په کې وژل شوي دي.
طالبانو په دې اړه تراوسه پورې څه نه دي ويلي.
خو بايد وويل شي چې تردې وړاندې هم د جنرال رازق پر کور ورته بريدونه شوي دي.
login or register a new account.