غزني ښار (پژواک، ٢٦ غويى ٩٧): غزني کې د امنيتي ځواکونو او طالبانو تر منځ جګړه کې ١٤ امنيتي سرتېري او ٤٣ طالبان وژل شوي دي.
د غزني د والي وياند محمد عارف نوري د غويي په ٢٦مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه وسله والو طالبانو د جغتو، اندړو، زنخان، ګيرو، ده يګ او ګيلان ولسواليو پر پوستو ډله ييز بريدونه کړي دي.
هغه وايي چې په دې جګړو کې ١٤ امنيتي سرتېري او ٤٣ طالبان وژل شوي، ١٨ امنيتي سرتېري او لسګونه طالبان ټپيان شوي دي.
د نوري د معلوماتو له مخې، په وژل شوو امنيتي سرتېرو کې د جغتو ولسوالۍ د امنيې قوماندانۍ د امنيت مدير اسماعيل خان هم شامل دى.
دغه راز د غزني ولايتي شورا غړي نصيراحمد فقيري پژواک ته وويل چې طالبانو تېره شپه د جغتو ولسوالۍ د امنيې قوماندانۍ ودانۍ نيولې او بيا يې اور ورته اچولى دى.
خو نوري بيا وايي چې طالبانو د امنيې قوماندانۍ ودانۍ نه ده نيولې، بلکې درنې وسلې پرې کارول شوې چې له امله يې اور اخيستى دى.
بل لور ته طالبان هم دغه جګړې تاييدوي.
د دې ډلې وياند ذبيح الله مجاهد پژواک ته وويل چې د غزني د تېرې شپې په جګړو کې لسګونه امنيتي سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې او ګڼ شمېر وسلې او مهات يې طالبانو ترلاسه کړي دي.
د يادونې ده، په دې وروستيو کې د طالبانو بريدونو زور اخيستى چې له امله يې خلک اندېښمن شوي دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن