ژبه

په افغانستان کې د ناټو او امريکايي ځواکونو نوى قوماندان ټاکل کېږي

کابل (پژواک، ٢ غبرګولى ٩٧): امريکايي چارواکو ويلي چې ډېر ژر به په افغانستان کې د امريکايي او ناټو ځواکونو لپاره نوى قوماندان وټاکل شي.

اوس مهال امريکايي جنرال جان نيکولسن دغه دنده پر مخ وړي، هغه لومړى امريکايي جنرال دى چې په افغانستان کې د ناټو او امريکايي ځواکونو د قوماندان په توګه يې تر دوو کلونو ډېره موده تېره کړې ده.

د هغه د دندې وخت په تېرې فبرورۍ مياشت کې بشپړ شوى دى.

په واشنګټن کې امريکايي چارواکو د نوم نه اخيستو په شرط رسنيو ته ويلي چې د امريکا د ځانګړو ځواکونو او پټو عمليات قوماندان جنرال سکاټ مېلر به د نوي قوماندان په توګه وټاکل شي.

خو تر دې مخکې بايد د امريکا د مشرانو جرګې له خوا منظوري واخلي.

نوموړى په داسې حال کې په افغانستان کې د امريکايي ځواکونو قوماندانۍ ته نومول شوى چې د امريکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له خوا اعلان شوې تګلاره کې چندان پرمختګ نه دى شوى.

یاد جنرال تر دې مخکې هم په افغانستان کې د امريکا د ځانګړو ځواکونو د قوماندان په توګه دنده ترسره کړې ده.

پر امریکا د القاعده شبکې تر برید وروسته جنرال میلر د امریکا د پوځ له لومړنیو پوځیانو و چې افغانستان ته استول شوی او د دې تر څنګ نوموړی په ۲۰۰۷ کال کې د افغانستان- پاکستان لپاره د همغږۍ مرکز مسوولیت پر غاړه درلود، په ۲۰۱۰ او ۲۰۱۱مو کلونو کې یې د افغان ځواکونو د روزنې او تجهیز مسوولیت هم پر غاړه درلود.

login or register a new account.