کابل (پژواک، ۵ غبرګولی ۹۷) د افغانستان د ملي امنیت دسلاکار حنیف اتمر په مشرۍ لوړ پوړی نظامي پلاوي له پاکستانیو چارواکو سره پر امنیتي موضوعاتو د خبرو اترو لپاره د یکشنبې په ورځ اسلام اباد ته ځي.
له ارګ څخه د غبرګولي په ۵ مه، پژواک خبري اژانس ته په یوه رالیږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، د پاکستان لومړي وزیر له ولسمشر غني څخه په رسمي بلنلیک کې غوښتي چې د افغانستان لوړ پوړی امنیتي پلاوی دې یاد هېواد ته سفر وکړي او د دواړو هېوادونو نظامي پلاوي دې د افغانستان، پاکستان او سیمې د امنیتي ستونزو په اړه بحث او خبرې وکړي.
سرچینې زیاته کړې، د ولسمشر غني په لارښوونه به د ملي امنیت د سلاکار محمد حنیف اتمر په مشرۍ لوړ پوړی نظامي پلاوی د یکشنبې په ورځ اسلام اباد ته سفر وکړي او پاکستان د لوی درستیز په مشرۍ د یاد هېواد له نظامي پلاوي سره د امنیتي مسایلو په اړه خبرې وکړي.
login or register a new account.