جلال اباد (پژواک، ۶ چنګاښ ۹۷): د ننګرهار پوليسو د انسان تښتونکو له منګولو دوه ماشومان ژغورلي او خپلې کورنۍ ته يې وسپارل.
د ننګرهار ولايت له امنيې قوماندانۍ څخه د چنګاښ په ۶مه پژواک اژانس ته په راستول شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ياد ماشومان د تښتونکو له خوا د ترهګريزو کړنو د ترسره کولو په موخه تښتول کېدل،چې پوليسو ونيول.
په خبرپاڼه کې د امنيه قوماندان مل پاسوال غلام سنايي ستانکزي له قوله راغلي چې تښتونکو غوښتل، یاد ماشومان د جلال اباد ښار له یوې دیني مدرسې څخه نامعلوم ځای ته د ځانمرګو او نورو ترهګریزو بریدونو د ترسره کولو لپاره د روزنې په موخه ولېږدوي .
د نوموړي په وینا، د پولیسو په هلو ځلو یاد ماشومان د بهسودو ولسوالۍ په مربوطاتو کې د تښتوونکو له منګولو وژغورل شول، خو تښتوونکي له سیمې څخه په تېښته بریالي شوي چې د امنیتي ځواکونو له لوري یې د نیولو هڅې روانې دي.
د تښتوونکو له منګولو یو تن ازاد شوی جعفر وایي: (( په موټر کې تر اچولو وروسته تښتوونکو راته د نشې ګولۍ راکړې نور په ځان هيڅ نه يم پوه شوى.))
په همدې حال کې د یادو ماشومانو پلار نادر چې په جلال اباد ښار کې پر کراچۍ توکي پلوري له پولیسو مننه وکړه چې اولادونه یې ورته د تښتوونکو له منګولو وژغورل.
د يادنې ده چې په دې وروستيو کې د ننګرهار او کندوز ترڅنګ په يو شمېر نورو سيمو کې هم د انسان تښتونې پېښې ډېرې شوې دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن