Language

کندهار ښاریان مسلکي او په کار پوه ښاروال غواړي

کندهار (پژواک، ۱۲ چنګاښ ۹۷): له هغه وروسته چې ولسمشر د کندهار ښاروال انجنیر روښان ولسمل د ښار او کور جوړونې د سرپرست وزیر په توګه وټاکه، کندهار ښاریان د هغه په څېر د مسلکي او په کار پوه ښاروال غوښتنه کوي.

هغوی د ولسمشر د دې اقدام ستاینه کوي چې ولسمل یې د ښار او کور جوړونې د وزیر په توګه وټاکه خو اندېښنه ښيي چې ښايي له کندهار څخه د ولسمل له تلو سره پيل شوي کارونه ټکني شي.  

انجنیر روښان ولسمل د تېرې غبرګولي مياشتې په ٢٨مه د ښار او کور جوړولو سرپرست وزير ټاکل شوى دى.

د کندهار ښار اوسېدونکی نور آغا وايي، په افغانستان کې لا هم د مدیریت بڼه شخص محوره ده او ډېر ځله لیدل شوي چې د مدیر له تلو سره ادارې ټکنۍ او یا فلج شوي دي.

هغه زیاته کړه، ولسمل د یوه مسلکي او په کار پوه ښاروال په توګه په خپل درې کلنه کاري موده کې د کندهار ښار څېره بدله کړه، ښاري ماسټر پلان یې پلی کړ، د بیارغونې بنسټیزې پروژې یې پيل کړې، ډېر سړکونه یې پراخ او پاخه کړل او په لسګونو نور کارونه یې وکړل.

دی وايي، دا هغه څه وو چې مخکنیو ښاروالانو د ډېرو امکاناتو په لرلو نه وو کړي.

د هغه په خبره، اوس د خلکو وېره دا ده چې د ولسمل له تلو سره به پيل شوي کارونه هم نیمګړي پاتې شي.

دی له  ولسمشر څخه غوښتنه کوي چې د کندهار ښاروالۍ لپاره ژر تر ژره وړ، پوه، مسلکي او جدي کس معرفي کړي، څو د انجنیر روښان ولسمل ځای ډک او د هغه له خوا پیل شوي کارونه بشپړ کړي.

د کندهار ښار د ۱۱مې ناحیې اوسېدونکي محمد شعیب وايي، ولسمل د ښاروال په توګه د درېیو کلونو په اوږدو کې د کندهار ښار کوڅې پخې او سړکونه يې قیر کړل، د ښاروالۍ عواید یې څو برابره ډېر کړل، د کندهار ښار په ۱۵ ناحیو کې یې په متوازنه توګه لسګونه پروژې عملي او اصلاحي پلانونه يې عملي کړل.

دی وايي، دغه راز ولسمل وکولاى شول، احمد شاهي جاده پراخه او په بنسټیزه توګه جوړه کړي، د هوايي ډګر سړک یې جوړ کړ، د احمد شاه بابا کور یې استملاک ته چمتو کړ، د عمر جامع لپاره یې له مرکزه بودیجه منظور کړه، د کندهار ښار د چاپېریال ساتنې په موخه یې زرغون کمر بند جوړ کړ او په ورته توګه یې لسګونه نور کارونه وکړل.

هغه زیاتوي، د دې لپاره چې دا او ورته نور رغنیز کارونه و نه درېږي باید د ولسمل تشه ډکه شي او د هغه په څېر پاک، مسلکي او په کار پوه شخص د هغه د ځای ناستي په توګه وټاکل شي.

دی وايي، پخواني ښاروال ان کندهار ښاریان هڅولي وو چې د ښار په پرمختیا کې ونډه واخلي. د هغه په وينا د ولسمل د بریالیتوب راز همدا و چې له ولس سره یې ګډه ژبه موندلې وه.

login or register a new account.

Related Topics