کابل (پژواک، ١٤ چنګاښ ٩٧) : له جرمني څخه ايستل شوي ٦٩ تنه افغان کډوال کابل ته رسېدلي دي.
د کډوالو راستنېدونکو چارو وزارت مطبوعاتي سلاکار حفيظ احمد مياخېل د چنګاښ په ١٤مه، پژواک خبري اژانس ته وويل، دغه کسان چې ډېرى يې ځوانان دي، پرون کابل ته په يوه الوتکه رالېږل شوي دي.
هغه زياته کړه، په روان زېـږديز کال کې جرمني ١٤٨ تنه هغه افغان کډوال ايستلي چې په نا قانونه توګه دغه هېواد ته تللي وو.
مياخېل وويل چې په افغا نستان کې نا امنيو او خراب حالت ته په کتو دې بهرني هېوادونه د افغان کډوالو له ايستلو ډډه وکړي.
د يادونې ده چې په دې وروستيو کې له ترکيې څخه هم لسګونه افغان کډوال بېرته هېواد ته رالېږل شوي دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن