منځپانګې ته تلل
جمعه ۳۰ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۲:۲۵ غ.م
۱۰° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۹° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

له جرمني څخه ايستل شوي ٦٩ افغان کډوال کابل ته ورسېدل

· ۱ دقیقه لوستل · ۱۰۲ کتنې

کابل (پژواک، ١٤ چنګاښ  ٩٧) : له جرمني څخه ايستل شوي ٦٩ تنه افغان کډوال  کابل ته رسېدلي دي.

د کډوالو راستنېدونکو چارو وزارت مطبوعاتي سلاکار حفيظ احمد مياخېل د چنګاښ په ١٤مه، پژواک خبري اژانس ته وويل، دغه کسان چې ډېرى يې ځوانان دي، پرون کابل ته په يوه الوتکه رالېږل شوي دي.

هغه زياته کړه، په روان زېـږديز کال کې جرمني ١٤٨ تنه هغه افغان کډوال ايستلي چې په نا قانونه توګه دغه هېواد ته تللي وو.

مياخېل وويل چې په افغا نستان کې نا امنيو  او خراب حالت ته په کتو دې بهرني هېوادونه د افغان کډوالو له ايستلو ډډه وکړي.

د يادونې ده چې په دې وروستيو کې له ترکيې څخه هم لسګونه افغان کډوال بېرته هېواد ته رالېږل شوي دي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول کډوال