ګردېز (پژواک، ١٦ چنګاښ ٩٧): د پکتيا په مرکز ګردېز ښار کې چاودنه شوې، يوتن په کې وژل شوى او پنځه نور ټپيان دي.
د پکتيا د امنيه قوماندانۍ وياند سردار ولي تبسم، پژواک خبري اژانس ته وويل چې چاودنه د افغانستان بانک د زون څانګې دفتر ته نږدې د مازيګر په څه باندې پنځو بجو شوې ده.
ده زياته کړه، د چاودنې لامل نه دى معلوم، خو په اړه يې پلټنې پيل شوې دي.
د پکتيا د عامې روغتيا رييس ډاکټر ولايت خان احمدزي، پژواک ته وويل چې له دې پېښې څخه ايمرجنسي روغتون ته يو جسد او پنځه ټپيان ور وړل شوي دي.
د هغه په وينا، جسد لا نه دى پېژندل شوى، خو ټپيان ټول ملکي وګړي دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن