کابل(پژواک،١٨چنګاښ٩٧): پخوانى ولسمشر حامد کرزى وايي چې د ملکي وګړو وژل د ټولو انساني او اسلامي اصولو او موازینو خلاف عمل او بشري ضد جنایت دى.
دغه څرګندونې په هغې خپرپاڼه کې شوي چې د چنګاښ په ١٨مه د پخواني ولسمشر حامد کرزي له مطبوعاتي دفتر څخه پژواک خبري اژانس ته را لېږل شوې ده.
په خبرپاڼه کې د حامد کرزي له قوله ويل شوي چې په دې وروستيو کې د افغان او بهرنيو ځواکونو په هوايي بريدونو کې يو شمېر ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
حامد کرزى د دې بريدونو د غندنې ترڅنګ وايي: (( دغه راز بریدونه د ټولو انساني او اسلامي اصولو او موازینو خلاف عمل او بشري ضد جنایت دى، له ټولو بهرنیو او کورنیو امنیتي ځواکونو غواړم چې د ملکي وګړو امنیت او مصؤونیت ته جدي پاملرنه وکړي او د خلکو پر شخصي حریم له تېري او دوی ته له ځاني او مالي زیان اړولو څخه په کلکه ډډه وکړي.))
د يادونې ده چې په دې وروستيو کې په نورستان، خوست، فارياب، اروزګان، لوګر او ځينو نورو ولايتونو کې د افغان او بهرنيو ځواکونو د هوايي بريدونو له امله يو شمېر ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن