ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د سعودي کنفرانس پرېکړه: د افغانستان خلکو وژل ناروا دي  او طالبان دې جګړه ودروي

د سعودي کنفرانس پرېکړه: د افغانستان خلکو وژل ناروا دي او طالبان دې جګړه ودروي

author avatar
11 Jul 2018 - 18:05
د سعودي کنفرانس پرېکړه: د افغانستان خلکو وژل ناروا دي  او طالبان دې جګړه ودروي
author avatar
11 Jul 2018 - 18:05

جده (پژواک، ٢٠ چنګاښ ٩٧): په سعودي کې د علماوو کنفرانس پرېکړه کړې، دا چې د افغانستان د خلکو وژل ناروا دي، نو وسله وال طالبان دې جګړه ودروي، اوربند ته دې غاړه کېږدي او له حکومت سره مخامخ خبرو ته دې کېني.

د افغانستان د سولې او امنيت په اړه د اسلامي نړۍ د علماوو نړيوال کنفرانس د سعودي عربستان د حکومت په نوښت د ٣٣ اسلامي هېوادونو د نږدې سلو ديني عالمانو په ګډون د یاد هېواد په جدې ښار کې پرون پيل او دويمه ورځ يې د مکې مکرمې په ښار کې ترسره او پاى ته ورسېد. له افغانستان څخه هم ۳۵ ديني عالمانو په دې کنفرانس کې ګډون کړى دى.

په مکې مکرمه کې د دې کنفرانس په پاى کې د ګډونوالو له خوا پرېکړه ليک صادر شو چې په کې راغلي: د افغانستان دولت یو اسلامي دولت دی، خلک يې مسلمانان دي، وژل یې ناروا دي، د سولې او امنيت تږي دي. د مسلمان وينه تويول حرام دي او هغه څه چې افغانستان کې روان دي او هره ورځ بې ګناه انسانان په کې وژل کېږي، د اسلام له اصولو او اساساتو سره په مخالفت کې دي. همدارنګه دغه کړنې د اسلامي ټولنې د يووالي او خونديتوب خلاف عمل دي. موږ په دې برخه کې له هېوادونو، سازمانونو او فکري مسلمان قشر څخه غوښتنه کوو چې په افغانستان کې د امن او سولې په برخه کې خپل مثبت رول ولوبوي، خپل ټول امکاناتو او نفوذ په کار واچوي، څو دغه سپېڅلي هدف ته ورسېږو او د الله (جل جلاله) او د الله د رسول (صلی الله علیه وسلم) له ارادې سره سم په اسلامي هېوادونو کې باعزته ژوند ته لاره هواره کړو.

په پرېکړه کې زياته شوې چې د قران کريم او نبوي احاديثو پر بنسټ، اسلام د امن او رحمت دين دی او مومنان په خپلو منځو کې په مينه او محبت مامور دي، د مسلمانانو وينه تويېدنه، مال او ناموس ته نږدې کېدل حرام دي، موږ تاکيد کوو چې انتحاري بريدونه چې په پايله کې يې بې ګناه خلک په نښه کېږي، همدا رنګه د مسلمانانو ترمنځ خپلمنځي جګړې الله (جل جلاله) او د الله رسول (صلی الله علیه وسلم) په قطعي ثبوتونو او دلايلو سره حرامې ګرځولې دي. په همدې اساس، موږ په افغانستان کې روانه جګړه غندو او له ټولو ښکېلو خواو غوښتنه کوو چې د الله جل جلاله امر ته غاړه کېږدي، جګړه دې ودروي، د خپلو وروڼو ترمنځ دې سوله وکړي او د فتنې دغه بل شوی اور دې مړ کړي. په همدې اساس موږ پر افغان حکومت او طالبانو پر تحريک غږ کوو چې اوربند ته غاړه کېږدي او مخامخ خبرو ته کېني.

د پرېکړه ليک په بله برخه کې راغلي چې د جګړه کوونکو مسلمانانو ترمنځ سوله کول تر ټولو ستر او نېک کار دی او الله جل جلاله ته د نږدې کېدو تر ټولو مهمه وسيله ده، ځکه وينه تویونه له کبيره ګناهونو څخه ده، چې په پايله کې د مسلمانانو ترمنځ نفاق رامنځ ته کېږي، د مسلمانانو د صفوفو د ړنګېدو او د اسلامي امت د کمزوري کېدو او ټوټه کېدو وېره زياته وي، موږ له مسلمانانو په عامه او له علماء په خاصه توګه غوښتنه کوو چې د اسلامي امت د وحدت او دين د ساتنې لپاره د تشدد او ترهګرۍ ته د دعوت کوونکو پر وړاندې په کلکه ودريږي.

د اسلامي علماوو نړيوال کنفرانس ګډونوالو ويلي چې بین الافغاني خبرې اترې تر ټولو غوره لار ده چې د افغان حکومت او طالبانو د تحريک ترمنځ شته کشاله هواره کړي، د مسلمان افغانستان اوسنۍ قضيه بايد د تفاهم او مخامخ سوله ييزو خبرو اترو له لارې حل شي. موږ په دې برخه کې د سولې د برياليتوب لپاره د افغانستان د علماوو وروستيو هڅو درناوی او ملاتړ کوو، همدارنګه د ولسمشر محمد اشرف غني د هغه وړانديز تائيد کوو، چې د طالبانو تحريک ته يې په کې له قيد او شرط پرته د سولې د مخامخ خبرو بلنه ورکړې، همدارنګه د دې وړاندير پر بنسټ د طالبانو تحریک د يوه سياسي ګوند په توګه عمل کولی شي. موږ له طالبانو غواړو چې د افغانستان اسلامي حکومت دغه وړانديز ته مثبت ځواب ووايي او هيله کوو چې نور له تاوتريخوالي لاس واخلي او جګړه ودروي او د خبرو اترو مېز ته حاضر شي.

دوى ټينګار کړى، هغه څه چې د اسلامي فقهې د ټولنې چې د اسلامي همکاريو د سازمان په اډانه کې کار کوي، د (204-195) تاريخ (15-19محرم 1435هـ) يو ويشتمې ناستې د قرار په څلورمه ماده کې پر دې تاکيد شوى چې د 182(19/8) د قرار پر بنسټ سياسي اختلافات او سياسي کشمکشونه باید د خبرو اترو له لارې حل او فصل شي، د حکومت، ولس او مختلفو ګوندونو ترمنځ اړيکې بايد له تشدد، وسلې کارونې څخه لرې وي، همدارنګه له تعصب، توکم پالنې او حزبي ګټې ته پر ملي ګټو ترجيح ورکولو څخه بايد ډډه وشي.

دې عالمانو ويلي چې دوى د سعودي عربستان او خادم الحرمين الشريفين ملک سلمان بن عبد العزیز ال سعود او د هغه ولیعهد امیر محمد بن سلمان چې په ټوله نړۍ کې د مسلمانانو ترمنځ د قضایاوو د حل لپاره هڅې کوي او دغه راز د کوربه توب او ځانګړې پاملرنې او ټولو هڅو مننه کوي چې د دې کنفرانس د جوړېدو په برخه کې يې ترسره کړي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.