ژبه

نيويارک ټايمز: سپينه ماڼۍ له طالبانو سره د نېغ په نېغه خبرو هڅه کې ده

کابل (پژواک، ٢٥ چنګاښ ٩٧): راپورونه وايي چې امريکا له وسله والو طالبانو سره د نېغ په نېغه خبرو اترو لپاره هڅې پيل کړې دي.

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو تېر کال د امريکا ولس ته په يوه ليک کې د نېغ په نېغه خبرو غوښتنه کړې وه، دغه راز تېره مياشت يې هم د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره دغه غوښتنه يې تکرار کړې وه.

امريکايۍ ورځپاڼې نيويارک ټايمز د چنګاښ په ٢٥مه خبر ورکړى چې د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ خپلو ډیپلوماتانو ته ويلي چې له طالبانو سره د مخامخ خبرو لپاره هڅه وکړي.

يادې رسنۍ د افغان او امريکايي سرچینو په حواله هم ليکلي چې د ټرمپ په تګلاره کې بدلون راغلی او هڅه کوي افغان جګړه د خبرو له لارې حل کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان او سوېلي اسيا په اړه د ټرمپ د تګلارې يو کال پوره کېږي او ټاکل شوې ده چې راتلونکې مياشت دغه تګلار و ارزول شي.

نيويارک ټايمز زياته کړې ده چې په دې وروستیو کې پاکستان ته د افغان او امریکایي ډيپلوماتانو سفرونه ډېر شوي او هلته پر دې کار روان دی چې له طالبانو سره د مخامخ خبرو زمینه برابره شي.

د يادونې ده، د امريکا د بهرنيو چارو وزارت مرستياله مېرمن اليس وېلز لومړى کابل، بيا اسلام اباد او بيا کابل ته سفر وکړ.

له هغې وروسته د امريکا د بهرنيو چارو وزير مايک پومپيو هم د ناټو له سرمشريزې غونډې مخکې کابل ته يو بېړنى سفر وکړ.

نيويارک ټايمز ليکلي، دا په دې معنا ده چې امریکا غواړي د افغانستان جګړه پای ته ورسوي او له طالبانو سره پرېکړې ته ورسېږي.

په دغه راپور کې زياته شوې، د خبرو دقیقه نېټه نه ده روښانه شوې او نه هم دا په ډاګه شوې چې د امریکا دغه هڅې به نتيجه ورکړي که نه، خو له دې ټولو سره سره دا د افغان جګړې د پای لپاره ستره هیله رابرسېره کولی شي.

تر اوسه سپينې ماڼۍ او ارګ په دې اړه رسمي غبرګون نه دى ښودلى.

login or register a new account.