ژبه

پاکستان: د افغانانو پر مشرۍ او مالکيت د سولې پروسې ملاتړ کوو

کابل (پژواک، ٢٦ چنګاښ ٩٧): پاکستان د امريکا او طالبانو تر منځ د مستقيمو خبرو د راپورونو هرکلى کړى خو په ډاګه کړې یې ده چې د سولې پروسه بايد د افغانانو په مشرۍ ترسره شي.

له تېرو دوو ورځو راهيسې امريکايي رسنيو خبر ورکړى چې امريکا غواړي له طالبانو سره نېغ په نېغه خبرې وکړي، پرون په افغانستان کې د ناټو قوماندان جنرال نيکولسن هم کندهار ولايت ته د سفر پر مهال دا ډول څـرګندونې کړې وې.

خو نن د ناټو او امريکا سفارت مطبوعاتي دفترونو ويلي چې د جنرال نيکولسن خبرې سمې نه دي خپرې شوې؛ هغه يواځې دومره ويلي چې امريکا د سولې په خبرو کې د اسانتيا په رامنځته کولو کې همکاري کولى شي، خو نېغ په نېغه خبرې نه کوي.

بلخوا پاکستان د امريکا او طالبانو تر منځ د مستقيمو خبرو د راپورونو هرکلى کړى، خو په ډاګه کړې يې ده چې دا خبرې بايد د افغانانو په مشرۍ ترسره شي.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت وياند ډاکتر فيصل د چنګاښ په ٢٦مه رسنيو ته ويلي چې هېواد يې د افغان سولې پروسې اړوند د هر ډول پرمختګ هرکلى کوي.

خو هغه زياته کړه چې د سولې پروسه بايد د افغانانو په مشرۍ او د افغانانو پر مالکيت ترسره شي او پاکستان هم چمتو دى چې په دې برخه کې خپل رول ترسره کړي.

بلخوا د افغان حکومت يوې لوړپوړې سرچينې ويلي چې امريکا هېڅکله د افغان حکومت له رضايت پرته د سولې پروسه پر مخ نه وړي.

يادې سرچينې نن وويل چې امريکا له افغان حکومت سره ژمنه کړې چې د افغانانو په مشرۍ او مالکيت د سولې د پروسې ملاتړ او همکاري کوي.

سرچينه زياتوي، د طالب جګړه له امريکا سره نه ده؛ ځکه چې تر ٢٠١٤ کال وروسته ټولې امنيتي چارې افغان ځواکونو پر غاړه اخيستې او ټول عمليات هم دوى کوي.

login or register a new account.

ورته موضوع