کابل (پژواک، ٢٨ چنګاښ ٩٧): د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حنيف اتمر وايي چې ترهګري يواځې افغانان نه، بلکې ټولې نړۍ ته يې ستر ګواښ رامنځته کړى دى.
حنيف اتمر دغه څرګندونې په کابل کې د نظارت او انسجام د ګډ بورډ ٢١مې ناستې ته کړې چې د افغانستان او ملګرو ملتونو له خوا په ګډه جوړه شوې وه.
د دې غونډې دويمې ورځې ناستې ته په خپله وينا کې د ملي امنيت سلاکار وويل چې حکومت په امنيتي ځواکونو کې پر اصلاحاتو باور لري.
هغه زياته کړه چې له وسله والو مخالفینو د سیمو پاکول د ملي دفاع وزارت د ځواکونو دنده ده او د ځانګړو ځواکونو دنده بیا د هغوى ملاتړ دى.
اتمر وويل چې ترهګري نه يواځې افغانانو، بلکې ټولې نړۍ ته يې ستر ګواښ رامنځته کړى، افغانستان او نړۍ له ګډ دښمن سره مخ دي او بايد په ګډه ورسره مقابله وشي.
د نوموړي په وينا، افغان ځواکونه د طالبانو او حقاني ډلې تر څنګ له ګڼ شمېر نورو نړيوالو ترهګرو سره هم په جګړه بوخت دي.
د ملي امنيت سلاکار وايي چې د نړيوالو ترهګرو په لومړۍ کټګورۍ کې داعش او القاعده دي، دويمه کټګوري د سيمه ييزو ترهګرو ډلو او درېيمه پاکستانۍ ترهګرې ډلې دي.
هغه زياتوي چې دغه ترهګرې ډلې د افغانستان حکومت او خلکو ته د ستونزو جوړولو تر څنګ هڅه کوي چې منځنۍ اسيا هېوادونو ته ځانونه ورسوي، خو په خپلو موخو کې پاتې راغلې دي.
اتمر ويلي چې د ناټو د روزنې ماموريت په ګډون له نړيوالو همکارانو سره په ګډه هڅه کوي چې د سولې ستراتيژي هم پر مخ يوسي.
د هغه په وينا، د افغان ځواکونو پياوړي کول د دوى په لومړيتوبونو کې دي.
login or register a new account.