<p>کندهار (پژواک ٢٨ چنګاښ ٩٧): د کندهار يوه امنيتي سرچينه وايي چې د دې ولايت د ميانشين ولسوالۍ امنيه قومندان له خپلو دوو ساتونکو سره د سړک غاړې ماين په چاودنه کې وژل شوى دى.</p>
<p>ياده شوې سرچينه زياتوي چې دويم څارن لالا نن ماسپښين له ميانشين څخه کندهار ښار ته پر لاره و چې د شاوليکوټ په چنار سيمه کې يې د سپرلۍ پر موټر چاودنه شوې ده.</p>
<p>سرچينه کاږي، په دې پېښه کې امنيه قومندان له خپلو دوو ساتونکو سره يوځاى وژل شوي دي.</p>
<p>د دې پېښې مسووليت تراوسه پورې چا په غاړه نه دى اخيستى.</p>