Language

کندهار ښاریان د بای پاس سړک د ژر جوړېدو غوښتنه کوي

کندهار (پژواک، ۲۸ چنګاښ ۹۷): د کندهار ښار اوسېدونکي وايي، بای پاس سړک چې باروړونکي موټر پرې تېرېږې له تېرو څو کلونو راهیسې خراب دی چې خلک یې له سختو ستونزو سره مخ کړي دي.

د بای پاس سړک ۷ کیلومتره برخه د کندهار ښار د دویمې ناحیې اړوند د استوګنې له سیمې کارېز بازار څخه تېرېږي چې لوی بار وړونکي موټر پرې تګ راتګ کوي اوتر نورو ډېر د همدې سیمې اوسېدونکي ورڅخه کړېږي.

د یادې شوې سیمې اوسېدونکو تېره ورځ د احتجاج په توګه دغه لار د ترافیکو پر مخ تړلې وه او نن د کندهار والي ته په شکایت ورغلي وو.

د کارېز بازار سیمې یوه اوسېدونکي عبدالمنان پژواک خبري اژانس ته وویل، شاوخوا اته کلونه کېږي چې دغه سړک کنډ او کپر دی خو نه یې ښاروالي او نه یې د فوايد عامې چارو ریاست جوړوي.

هغه زیاته کړه، دغه سړک په همدې موده کې دومره خراب شوی چې خلک د دوړو او ګردونو له لاسه په کورونو کې له خپلو کوټو دباندې نه شي راوتلای، مینځل شوې جامې دباندې نه شي هوارولای او تر ټولو خطرناکه دا چې هره ورځ پر دغه لار باروړونکي موټرونه چپه کېږي چې ډېر مهال کوچنیان او لویان ترې لاندې کېږي او خپل ژوند له لاسه ورکوي.

نوموړی له حکومته غوښتنه کوي چې ژر تر ژره دغه سړک جوړ کړي او د دغې سیمې اوسېدونکي له عذابه خلاص کړي.

د همدې سیمې بل اوسېدونکی محمد نعیم پژواک اژانس ته وویل، پر یاد شوي سړک هره ورځ لسګونه لوی او کوچني موټرونه تېرېږي چې له امله یې خلک په دوبي کې له دوړو او په ژمي کې د باران له اوبو او خټو کړېږي.

دی وايي، د سړک د خرابوالي له امله خلک نه یواځې د موټرونو د درنو غږونو په تکلیف دي، بلکې د دوړو او ګردونو له لاسه په تنفسي ناروغیو اخته شوي دي.

د دغې لارې یو موټر چلوونکی محمد حسن چې د کابل او هرات تر منځ بار وړونکی موټر چلوي، وايي ټولې لارې ته چې سلګونه کیلومتره اوږدوالی لري، هومره نه وي وارخطا لکه همدې ۷ کیلومتره بای پاس سړک ته چې یې وار خطا وي.

دی وايي، دغه سړک هومره خراب شوی چې هره شېبه د موټرو د چپه کېدو وېره وي او په وار وار چپه شوي هم دي چې هم یې موټر چلوونکي ته او هم یې د مالونو مالکینو ته درانه زیانونه اړولي دي.

نوموړی هم د دغې لارې د ژر جوړېدو غوښتنه کوي.

د کندهار ښاروالۍ ویاند زمری څرګند د خلکو دا ستونزه پر ځای ګڼي او وايي چې د بای پاس د شاوخوا ۷ کېلو متره سړک اساسي رغونه او پراختیا شاوخوا ۲۰۰ زره ډالرو ته اړتیا لري چې ښاروالي یې په یوازې ځان نه شي ورکولای.

login or register a new account.

Related Topics