ژبه

نېکولسن : د دوستم له راتګ سره به د شمال امنيت ښه شي

کابل(پژواک،د زمري لومړۍ نېټه ٩٧) : په افغانستان کې د امريکا او ناټو ځواکونو عمومي قوماندان وايي چې د دوستم له راستنېدو سره به د شمالي ولايتونو امنيت ښه شي.

جنرال جان نېکولسن دغه څرګندونې د زمري په لومړۍ نېټه، په کابل کې د امريکا د وسله والو ځواکونو د مرکزي قوماندانۍ له قوماندان جنرال ووټل سره په يوه ګډه خبري غونډه کې وکړې.

هغه د ولسمشر د لومړي مرستيال عبدالرشيد دوستم د راستنېدو په اړه د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل چې دا د افغانانو کورنۍ معامله ده، دوى په کې څه نه شي ويلى.

خو جنرال نېکولسن په ډاګه کړه چې د دوستم له راستنېدو سره به د افغانستان د شمال ولايتونو امنيت ښه شي او مثبتې اغېزې به ولري.

د ولسمشر لومړي مرستيال په ترکيه کې تر ١٤ مياشتو پاتې کېدو وروسته پرون کابل ته را ستون شوچې د ولسمشر ددويم مرستيال سرور دانش په ګډون د ګڼ شمېر دولتي او سياسي مشرانو له خوا يې تود هرکلى وشو.  

جنرال نېکولسن په شمال ولايتونو کې دداعش د خوځښتونو په اړه وويل چې هلته يې دداعش مهم مشران وژلي او د هغوى د پرمختګونو مخه يې نيولې ده.

د ناټو دغه جنرال په جوزجان ولايت کې طالبان وهڅول چې په شمال ولايتونو کې له داعش ډلې سره وجنګيږي .

د يادونې ده چې په دې وروستيو کې په جوزجان ولايت کې د طالبانو او داعش وسله والو ترمنځ جګړو کې سلګونه وسله وال وژل شوي چې ډېرى يې دداعش ډلې غړي دي.

نېکولسن دغه راز وويل چې افغان ځواکونو په ننګرهار ولايت کې هم دداعش ډلې د پرمختګونو مخه نيولې ده، خو هغوى د سيمې د ځوانانو په جلب او جذب لاس پورې کړى دى.

هغه زياته کړه، داسې راپورونه نه لري چې ګوندې له عراق او سوريې څخه ګڼ شمېر داعش وسله وال افغانستان ته راغلي وي.

نېکولسن وايي : (( د اعش په افغانستان کې ځاى نه لري او له منځه وړل کېږي.))

د ناټو په روزنيز ماموريت کې د قطر او متحده عربي اماراتو د ګډېدو په اړه جنرال نېکولسن وويل چې قطر به دمګړۍ لوجستيکي همکاري کوي او د اماراتو ځانګړي ځواکونه به دداعش پر وړاندې عملياتو کې همکاري کوي.

login or register a new account.