کابل (پژواک، ٤ زمرى ٩٧): د ميدان وردګو ولايت مقام د مامورينو او مراجعينو پر وړاندې بېرته پرانيستل شو.
لاريون کوونکو څو ورځې مخکې د خپلو غوښتنو تر منلو کېدو پورې د ولايت مقام په ګډون د ګڼ شمېر رياستونو دروازې تړلې وې.
د ميدان وردګو ولايت د مرکز ميدانښار سلګونو اوسېدونکو له تېرو څو ورځو راهيسې په دولتي ادارو کې د مشارکت، په مرکز کې د پوهنتون جوړولو تر څنګ يو شمېر غوښتنې لرلې.
د والي وياند عبدالرحمن منګل د زمري په ٤مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د ولسمشرۍ ماڼۍ له خوا د لاريون کوونکو د غوښتنو په اړه د خبرو اترو لپاره يو پلاوى پرون دغه ولايت ته راغلى و.
هغه زياته کړه چې پلاوي د والي ډاکتر محمد عارف شاه جهان په مشرۍ د امنيتي ادارو له مسوولينو او نورو خلکو سره وليدل او د هغوى غوښتنې يې واورېدې.
منګل وايي چې د پلاوي په هلو ځلو په پايله کې د ولايت مقام دروازه د مامورينو پر مخ خلاصه او لاريون پاى ته ورسېد.
د هغه په وينا، راغلي پلاوي چې مشري يې د ولسمشر سلاکار طاهر صافي کوله، لاريون کوونکو ته ډاډ ورکړ چې غوښتنې به یې تر ولسمشره ورسوي.
د لاريون کوونکو يوه استازي حاجي غلام محمد پژواک اژانس ته وويل چې د ولسمشر له پلاوي سره يې څو ساعته پرله پسې وليدل او د پلاوي له خوا د دې ژمنې چې غوښتنې به يې منل کېږي، وروسته يې د ولايت مقام د دروازې د پرانيستلو پرېکړه وکړه.
نوموړى وايي چې دوى تر راتلونکې دوشنبې ورځې پورې حکومت ته ورکړى، که چېرې ټولې غوښتنې يې ونه منل شي؛ نو بيا به د لويو لارو پر بندولو پيل وکړي.
حاجي غلام محمد وايي چې پلاوي ورسره ژمنه وکړه چې راتلونکې دوشنبې په ورځ به له ولسمشر سره د دوى پلاوى وګوري او غوښتنې به يې ومنل شي.
login or register a new account.