کابل (پژواک، ۴ زمری ۹۷) : دکابل ښار کمپنۍ سیمه کې د ملي امنیت پر یوه کاروان ځانمرګی برید شوی دی.
دکابل امنیه قوماندان داوود امین د زمري په ۴مه، پژواک خبري اژانس ته وویل، چې دا برید نن سهار په شاوخوا پنځوبجو د پنځمې حوزې اړونده د کمپنۍ دباغ داوود سیمه کې شوی و.
هغه زیاته کړه، چې ځانمرګي بریدګر د ملي امنیت د ۰۱ قطعې پر کاروان بریدکړی دی، خو نوموړي د مرګ ژوبلې په اړه معلومات ورنکړل.
بلخوا دسیمې اوسیدونکي وایي، چې چاودنه ډیره قوي وه او دنږدې کورونو ښیښې يې هم ماتې کړې دي.
د محمد بشیر په نامه د سیمې یو تن اوسیدونکي پژواک ته وویل، چې تر چاودنې وروسته سختې ډزې هم وشوې او تر یوه ساعت پورې په هوا کې الوتکې ګرځیدلې.
د پژواک عکاس زین الله چې ساحې ته رسیدلی دی، وایی چې دباغ داوود لاره امنیتي خواکونو تړلې ده او څوک نږدې نه پریږدي.
وسله والو طالبانوددې برید مسوولیت په غاړه اخیستی دی. دطالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد هم ویلي، چې دوی د ملي امنیت ۰۱ قطعې باندې موټر بم برید کړی دی اوګڼ شمیر سرتیرو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.
په دې اړه به نور جزییات وروسته خپاره شي.
login or register a new account.