ژبه

عبدالله: له طالبانو سره د نورو هېوادونو اړيکې د بین الافغاني مذکراتو لپاره دي

کابل (پژواک، ٧ زمرى ٩٧): د حکومت اجرائیه رييس ډاکتر عبدالله عبدالله وايي چې له طالبانو سره د نورو هېوادونو اړيکې بين الافغاني مذاکراتو ته د زمینې برابرولو لپاره دي.

نوموړي دغه څرګندونې د لویې څارنوالۍ له لوري له اداري فساد سره د مبارز لپاره د منبر غږ کنفرانس په پای غونډه کې وکړې.

ډاکتر عبدالله دغه کنفرانس ارزښتمن وباله او ویې ویل چې علماوو تل د فساد پر ضد غږ پورته کړی خو په دغه کنفرانس کې په منسجم او اغېزمن ډول علماوو خپل غږ پورته کړ او له شک پرته چې پایلې به یې هم ښې وي.

نوموړي زیاته کړه: ((تاسو په پنځو کمېټو کې په اساسي ډول ټول موارد وڅېړل چې له شک پرته په ټولنې او د ټولنې په وګړو اغېز لري او موږ هم دغه پایلې تاییدوو.))

اجرائیه رييس په دې برخه کې د دیني عالمانو په همکارۍ او ملاتړ د ټینګار تر څنګ وویل چې له اداري فساد سره په مبارزه کې د دیني عالمانو ملاتړ او همکاري به د حکومت چاره اسانه کړي.

ډاکتر عبدالله عبدالله زیاته کړه چې له فساد سره مبارزه جمعي قاطعانه اراده غواړي او په دې برخه کې دیني عالمان ارزښتمن رول لري.

هغه وويل، د اختر په ورځو کې لنډمهالي اوربند او په سعودي عربستان کې د نړۍ د عالمانو دیني کنفرانس ته چې ترهګري یې وغندله او په افغانستان کې یې روانه جګړه حرامه وبلله په اشارې وویل، چې نننی کنفرانس او د فساد پر ضد د مبارزې اعلان له مخکینۍ فتوا کم ارزښت نه لري.

ډاکتر عبدالله عبدالله له طالبانو سره د یو شمېر هېوادونو اړيکې او خبرو اترو ته په اشارې وویل، دا اړيکې پخوا هم وې او ګټورې دي خو په وینا یې چې د افغانستان او سولې د برخلیک په اړه به افغانان پرېکړه کوي.

اجرائیه ريیس زیاته کړه چې د بهرنیو هېوادونو له لوري د سولې په اړه له افغان حکومت سره تماسونه نیول شوي او له طالبانو سره هم د بهرنیو هېوادونو اړیکې د بین الافغاني خبرو اترو لپاره د طالبانو د هڅولو لپاره دي.

په دې وروستيو کې داسې راپورونه ورکړل شوي چې د امريکا او طالبانو تر منځ په قطر کې د سولې په اړه پټې خبرې شوې دي.

login or register a new account.