ژبه

ولسمشر غني عمران خان ته د ټاکنو د بریا مبارکي ورکړه

کابل (پژواک، ٧ زمرى ٩٧): ولسمشر اشرف غني د پاکستان د پارلماني ټاکنو پر ګتلو د تحريک انصاف ګوند مشر عمران خان ته مبارکي ورکړه.

ولسمشر غني په ټولنيزه شبکه ټويټر کې ليکلي چې نن يې له عمران خان سره ټيلېفوني خبرې وکړې او هغه ته يې مبارکي ورکړه.

هغه زياته کړې: ((موږ دواړو موافقه وکړه چې پخوانۍ خبرې هيرې کړو او د دواړو هېوادونو تر منځ د سياسي، ټولنيزې او اقتصادي اړيکو د پياوړي کولو يو نوى باب پرانيزو.))

ولسمشر غني ويلي، عمران  خان ته يې د کابل د سفر بلنه ورکړه او هغه هم کابل ته د سفر هیله څرګنده کړه.

د عمران خان په مشرۍ د تحريک انصاف ګوند د پاکستان د ولسي جرګې له ٢٧٧ څخه ١١٦ څوکۍ ګټلې او له نورو سياسي ګوندونو مخکې شوى، هغه به له نورو وړو سياسي ګوندونو او خپلواکو نوماندانو سره په ګډه ايتلافي حکومت جوړوي.

ټاکل شوې ده چې عمران په راتلونکو دوو اوونيو کې د پاکستان د لومړي وزير په توګه لوړه وکړي.

login or register a new account.