ژبه

ولسمشر او جنرال دوستم له اوږدې مودې وروسته سره ولیدل

کابل(پژواک، ٨ زمرى ٩٧): له څو مياشتني اوږده ځنډ وروسته ولسمشر محمد اشرف غني له خپل لومړى مرستيال عبدالرشيد دوستم سره وليدل.

له ارګه د زمري په ٨ مه پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېـږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په دې ناسته کې د ولسمشر لومړي مرستيال عبدالرشيد دوستم، دويم مرستيال قانونپوه سرور دانش او اجرائيه رييس ډاکتر عبدالله هم ګډون درلود.

سرچينې زياته کړې چې د دې ناستې پر مهال يادو مشرانو د هېواد پر مهمو مسايلو خبرې اترې وکړې.

بلخوا د حکومت اجرائیه رييس ډاکتر عبدالله هم په ټولنيزه شبکه ټويټر کې د دې ليدنې يادونه کړې او ويلي يې دي چې د هېواد پر وروستيو مهمو سياسي او امنيتي حالاتو يې خبرې کړې دي.

د يادونې ده، عبدالرشيد دوستم شاوخوا ١٣ مياشتې مخکې د درملنې په موخه ترکيې ته تللى و او څو ورځې مخکې بېرته هېواد ته را ستون شو.

هغه له راتګ سره سم وويل چې د درملنې په موخه ترکيه کې و او اوس چې ښه شو، نو ډاکترانو ورته هېواد ته د بېرته ستنېدو مشوره وکړه.

خو نورې سرچينې بیا وايي چې پر  احمد ايشچي د ظلم او تاوتريخوالي له امله هغه څارنوالۍ ته مطلوب کس و او په ترکيه کې د همدې قضيې له امله ايسار پاتې شوى و.

يوې دولتي سرچينې پژواک اژانس ته وويل چې دوستم په قضايي ارګانونو کې خپله حقوقي قضيه پر مخ وړي.

login or register a new account.