ژبه

زاخېلوال: د ننګرهار د امنيت په اړه به له ولسمشر سره جدي خبرې وکړم

کابل (پژواک، ٩ زمرى ٩٧): په پاکستان کې د افغانستان سفير ډاکتر عمر زاخېلوال د ننګرهار پر نا امنیو اندېښنه څرګنده کړې او ويلي یې دی چې په دې اړه به له ولسمشر سره جدي خبرې وکړي.

نوموړي دغه څرګندونې د زمري په ٩مه په خپله فېسبوک پاڼه کې ليکلي او له ننګرهاره د ولسي جرګې د نوماند حاجي حيات پر وژل کېدو يې ژوره خواشيني څرګنده کړې ده.

حاجي حيات خان چې په ننګرهار ولايت کې د  پاڅونوالو مشر هم و، پرون تورخم ته پر لاره په يوه ځانمرګي بريد کې له څلورو کسانو سره ووژل شو.

زاخېلوال ويلي چې د ننګرهار ورځ تر بلې خرابېدونکی امنيتي وضعيت د ژورې اندېښنې وړ دی؛ ځکه چې دغه ولايت پخوا د نورو ولایتونو په پرتله امن و او  هېواد ته هيله بښونکی يادېده، خو نن د نا امنه ولايتونو په کتار کې دی.

د هغه د معلوماتو له مخې، د تېرو درېيو مياشتو پر مهال په دغه ولايت کې ٣٢ ځانمرګي بريدونه او چاودنې شوې چې له امله يې تر ٦٠٠ ډېرو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

افغان سفير وايي، اوسني وضعیت د ښوونځيو او پوهنتونونو په ګډون دولتي خدماتي ادارې او د عامه وګړو ذهني سکون سخت اغېزمن کړي چې پرې چوپتيا نه شي کېدای.

زاخېلوال زياته کړې: ((له ولايتي چارواکو زما هيله دا ده چې په ننګرهار کې د امنیت او نورو پرمختګونو په اړه له ناسمو راپورونو ورکولو ډډه وکړي او د هېواد لپاره د دغه مهم ولایت وضعیت هغسې چې دی، بيان کړي.))

د هغه په وينا، د ننګرهار د امنيتي وضعیت تر بشپړې ارزونې وروسته به خپله اندېښنه له ولسمشر سره شريکه کړي او له هغه به د ننګرهار د امنيت د ښه والي په موخه د جدي اقداماتو او لارښوونو غوښتنه وکړي.

login or register a new account.

ورته موضوع