کابل (پژواک، ١٠ زمرى ٩٧) : ولسمشر اشرف غني د ننګرهار د امنيت په اړه د بېړنۍ غونډې پر مهال ددغه ولايت د امنيتي حالت پر ښه والي ټينګار او لازمې لارښوونې وکړې.
په دې وروستيو کې په ننګرهار ولايت کې امنيت ډېر خراب شوى او د داعش له خوا د ځانمرګو بريدونو لړۍ تېزه شوې، پرون د کډوالو چارو پر رياست ډله ييز بريد کې تر ٣٠ زياتو کسانو ته مرګ ژوبله واوښته.
له ارګ څخه د زمري په ١٠مه، پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د ولسمشر اشرف غني په مشرۍ نن له غرمې مخکې په ننګرهار ولایت کې د زیاتو امنیتي تدابیرو د نیولو په اړه بېړنۍ غونډه جوړه شوه.
سرچينې زياته کړې، په ملي توحید مرکز کې د ويډيو کنفرانس له لارې دغې غونډې ته د ننګرهار والي حیات الله حیات، د ۲۰۱ سېلاب قول اردو قوماندان،امنيه قوماندان او د ملي امنیت رييس د امنيتي وضعیت په اړه راپور ورکړ.
هغوی وویل، داعش ډلې په ننګرهار کې درنې ضربې ليدلي او له همدې امله یې خپل تخریبي اقدامات پر جلال اباد ښار متمرکز کړي.
يیادو مسوولینو د دښمن د بریدونو د مهارولو او د امنیتي وضعیت د ښه والي په موخه خپل وړاندیزونه مطرح کړل.
په خبرپاڼه کې راغلي، ولسمشر غني د هغوی د راپور او خبرو له اورېدو وروسته یو ځل بیا د قومي مشر حاجي حیات خان او په یاد ولایت کې د وروستیو تروریستي پېښو د قربانيانو کورنيو ته تسليت ووايه .
هغه څرګنده کړه، دا د ټولو افغانانو غم دی. ملکي او نظامي مسوولینو ته یې د ټپیانو د درملنې په موخه لازمې لارښوونې وکړې.
ولسمشر زیاته کړه، ملي اردو به د ننګرهار ولایت له پولیسو سره په همکارۍ د دې ولایت د امنیت ټينګښت او د امن فضا برابرولو کې په ګډه کار وکړي.
هغه ټينګار وکړ چې په ننګرهار کې باید خلکو ته د امن فضا رامنځته شي او په جلال اباد ښار کې د ځانګړو قطعاتو تر ځای پرځای کېدو پورې ملي اردو خپلو دندو ته ادامه ورکړي.
د ملي دفاع وزارت لوی درستیز سترجنرال محمد شریف یفتلي د سيمه ييزې اردو د رامنځته کولو او په ننګرهار ولایت کې د هغوی د ځای پرځای کېدو په اړه معلومات ورکړل.
د ويډيو کنفرانس په جریان کې ولسمشر د ننګرهار ولایت د ملي امنیت مسوولینو ته لارښوونه وکړه چې په یاد ولایت کې د ملکي ادارو د امنیت ټينګښت لپاره هر اړخیز تدابیر ونیسي.
په پای کې پرېکړه وشوه چې په ننګرهار ولایت کې د تلپاتې امنیت ټينګښت پورې لنډمهالي، منځمهالي او اوږدمهالي تدابیر ژر تر ژره اعلان شي.
login or register a new account.