کابل (پژواک، ١٣ زمرى ٩٧) : ولسمشرۍ ماڼۍ وايي چې لومړۍ مېرمنې د هېواد د قومونو په اړه کومې څرګندونې نه دي کړې.
په ارګ کې د لومړۍ مېرمنې له دفتر څخه د زمري په ١٣مه، پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په دې وروستيو کې يو شمېر مغرضو کړيو او ويبپاڼو د لومړۍ مېرمنې بي بي ګل په اړه غلط معلومات او ګنګوسې خپرې کړې دي.
سرچينې زياته کړې، لومړۍ مېرمنې هېڅکله له اړوندو ويبپاڼوسره مرکې نه دي کړي او خپرې شوې اوازې او ناسم معلومات د افغانانو د يووالي او ثبات پر ضد دي.
په خبرپاڼه کې راغلي : (( د هغو کسانو بې بنسټه ګنګوسې چې مغرضې او غير واقعي خبرې د لومړۍ مېرمنې، ولسمشر او د حکومت دسياستونو او مسوولينوله ادرسه خپروي، درنو هېوادوالو ته د منلو وړ نه دي او دا ښيي چې هغوى به خپلو موخو ته، چې د افغانانو د يووالي له منځه وړل دي، ونه رسېږي.
سرچينې زياته کړې، د پارلماني او ولسمشريزو ټاکنو نږدې کېدو سره يو شمېر مغرض کسان ددرواغو او له واقعيت څخه لرې ګنګوسو خپرولو له لارې هڅه کوي چې خپلو ناوړه اهدافو ته ورسيږي .
په خبرپاڼه کې راغلي، خو هغه کسان چې په تېرو څلور کلونو کې د لومړۍ مېرمنې ويناوې تعقيبوي، په دې باور لري چې هغه دافغانستان ټولو قومونو ته ځانګړى احترام لري او ددې خبرې د ثابتولو لپاره خلک کولى شي، د لومړۍ مېرمنې د ويب سايټ او فيسبوک پاڼې ته مراجعه وکړي.
login or register a new account.