ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د  کونړ چارواکو د ٤٠  وسله والو طالبانو د وژلو ادعا وکړه

د کونړ چارواکو د ٤٠ وسله والو طالبانو د وژلو ادعا وکړه

author avatar
4 Aug 2018 - 11:20
د  کونړ چارواکو د ٤٠  وسله والو طالبانو د وژلو ادعا وکړه
author avatar
4 Aug 2018 - 11:20

اسعداباد (پژواک، ١٣ زمرى ٩٧): د کونړولايت چارواکي ادعا کوي چې د اسمار ولسوالۍ دلارې د خلاصولو په عملياتو کې ٤٠ وسله وال طالبان وژل شوي دي.

د اسمار او غازي اباد ولسواليو ترمنځ لويه لار چې د شال په سيمه کې د وسله والو طالبانو له خوا بنده شوې وه ، د خلاصون په موخه يې افغان ملي او دفاعي ځواکونو وړمه شپه عمليات پيل کړي دي.

په کونړ کې د ۲۰۱ سیلاب قول اردو د دویمې پلې لوا قوماندان بريد جنرال ميرويس ساپي د زمري په ١٣مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې په دغو عملياتو کې تر اوسه تر ٤٠ پورې وسله وال طالبان وژل شوي  او ګڼ شمېر نور يې ټپيان دي.

د هغه په وينا، د ګڼ شمېر وژل شويو وسله والو جسدونه هم په سيمه کې پاتې دي، خو افغان ځواکونو ته کوم زيان نه دى اوښتى.

د کونړ والي عبدالستار ميرزکوال چې د جګړې لومړۍ کرښې ته ورغلی وايي، د اسمار او غازي اباد ولسوالیو لویه لار چې د ناړۍ او غازي اباد ولسوالیو سربېره ختیځ نورستان له مرکز اسعداباد سره نښلوي د وسله والو طالبانو له خوا له تېروڅو ورځو راهسې بنده وه.

هغه زياته کړه، د افغان ځواکونو له خوا تر عملياتو وروسته ياده لاره بېرته خلاصه شوې او عمليات به تر هغه روان وي چې ياده سيمه له وسله والو پاکه شوې  نه وي.

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد وايي چې د اسمار ولسوالۍ په شال سيمه کې يې درې پوستې نيولې دي، ګڼ شمېر سرتېرو ته يې مرګ ژوبله اړولې او دهغوى وسلې يې هم وړې دي.

خو نوموړي د خپلو وسله والو د مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ويلي.

د یادونې ده چې څو اوونۍ مخکې د کونړپه نورګل او څوکۍ ولسوالیو کې د افغان ملي او دفاعي ځواکونو له خوا د داعش ډلې د ځپلو په موخه عملیات ترسره شوي و او یادې سیمې يې د دوی له شتون څخه پاکې کړې وې.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.