کابل (پژواک، ١٤ زمرى ٩٧): وسله والو طالبانو د قطر په سياسي دفتر کې رامنځته شوي اختلافات او د مشرتابه د بدلولو په اړه خپاره شوي راپورونه رد کړل.
طالبانو ته نږدې سرچينو پرون ويلي وو چې له امريکا سره له نېغ په نېغه خبرو اترو مخکې دوى غواړي چې د قطر د دفتر مشرتابه بدل کړي.
سرچينې دغه راز ويلي وو چې د قطر د سياسي دفتر د مشر عباس ستانکزي له نورو طالب مشرانو سره ځکه اختلافات پيدا شوي چې هغه ځينې خپلسري پرېکړې کړې دي.
خو طالبانو دغه اوازې او راپورونه پر کلکه رد کړي دي.
د طالبانو د يو وياند ذبيح الله مجاهد له خوا د زمري په ١٤مه پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دغه ډول بې اساسه راپور او تورونه په کلکه ردوي، د قطر د دفتر مسوولين ژمن خلک دي او له خپلو مشرانو سره کوم اختلاف نه لري.
سرچينې زياته کړې چې د قطر د دفتر مشرتابه تر اوسه په خپلو کارونو کې د خپلو مشرانو له اجازې پرته کوم ګام نه دى اخیستی.
طالبانو ويلي، د قطر د سیاسي دفتر مشر شېرمحمد عباس ستانکزي په ګډون د دفتر ټولو غړو په سیاسي برخه کې د ډلې له اصولو او داعيي څخه کلکه دفاع کړې، له نړیوالو جهتونو سره يې بریالۍ اړيکې ټینګې کړې او په نړيواله کچه يې د طالبانو لپاره په سیاسي برخه کې نه هېرېدونکي خدمتونه ترسره کړي دي.
په خبرپاڼه کې راغلي چې د دوى د همدغو برياليو هڅو له امله د دوى د رهبرۍ د اعتماد وړ ګرځېدلي او تر اوسه پورې په اطاعت او اخلاص سره سیاسي برنامې پر مخ وړي.
د سرچينې په وينا، وروسته له هغه چې په دې وروستیو کې په سیاسي ساحه کې طالبانو لويې لاسته راړونې ترلاسه کړې، نو د استخباراتي کړیو همدا ډول ناوړه هڅو ته زور ورکړی او بې اساسه تورونه پورې کوي.
login or register a new account.