ژبه

افغانستان او سعودي خپله سوداګري پراخوي

کابل (پژواک، ١٧ زمرى ٩٧): په کابل کې د سعودي عربستان سفیر جاسم محمد الخالدي وايي چې هېواد يې له افغانستان سره خپله سوداګري پراخوي.

د سعودي سفارت له خوا د زمري په ١٧مه پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې سفير الخالدي د افغانستان د ماليې له سرپرست وزير ډاکتر محمد همایون قیومي سره وليدل.

سرچينې زياته کړې چې په دې ليدنه کې سفير په نورو برخو کې د مرستو تر څنګ د افغانستان د سولې لپاره د سعودي عربستان د هر راز همکارۍ ژمنه وکړه.

د سعودي عربستان سفیر جاسم محمد الخالدي په دې ليدنه کې ويلي چې سعودي عربستان د افغان سولې، بشري مرستو، پانګونې، زیربنايي چارو، سوداګرۍ او پانګونې په برخو کې له افغانستان سره ګډ کار ته چمتو دی.

نوموړي له افغانستان سره د سوداګريزو اړيکو پر پراختيا هم خبرې وکړې.

په خبرپاڼه کې راغلي، په لیدنه کې دواړو لورو د سعودي عربستان او افغانستان د همکاریو د ګډ کمېسیون پر راتلونکې ناسته چې د اکتوبر په میاشت کې جوړېږي وغږېدل.

د افغانستان د ماليې سرپرست وزير او د سعودي سفیر د هغو پروژو په اړه هم خبرې کړې چې افغانستان د سعودي عربستان پراختیايي صندوق ته وړاندې کړې دي.

په خبرپاڼه کې راغلي، د ناستې بله موضوع په افغانستان کې د سعودي سوداګرو پانګونه وه چې دواړو لورو پرې هر اړخیز بحث وکړ.

د سعودي عربستان سفیر د افغانستان د مالیې سرپرست وزیر ته همداراز وویل چې سعودي غواړي منځنۍ اسیا ته د خپلو اموالو صادرولو لپاره له افغانستان څخه ګټه واخلي چې په دې برخه کې د مالیې سرپرست وزیر هم د همکارۍ ډاډ ورکړ.

login or register a new account.