کابل (پژواک، ١٧ زمرى ٩٧): د مصر سفير وايي چې هېواد يې د بنسټ پالنې د مخنیوي په موخه له افغانستان سره هر اړخیزو همکاریو ته چمتو دی.
د امنيت شورا له مطبوعاتي دفتره د زمري په ١٧مه پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د مصر سفير هاني صلاح دغه څرګندونې نن د ملي امنيت له سلاکار حنيف اتمر سره د ليدنې پر مهال کړې دې.
سرچينې زياته کړې، په دې کتنه دواړو لورو په افغانستان کې د روان تاوتریخوالي او بنسټ پالنې پر څرنګوالي بحث وکړ او د دې ناوړه پدیدیو د مخنیوی پر لارو چارو یې هر اړخیزې خبرې وکړې.
په خبرپاڼه کې راغلي، د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر د تاوتریخوالي او بنسټ پالنې په مخنیوي او د کچې په راکمولو کې د مصر د حکومت او خلکو رول مهم او د قدردانۍ وړ وباله.
هغه همدارنګه د مصر له سیاسي مشرتابه مننه وکړه چې د افغانستان د زیات شمېر ځوانانو لپاره یې په بېلابېلو برخو کې د لوړو زده کړو زمینه برابره کړي.
په افغانستان کې د مصر سفیر وویل چې هېواد یې د لوړو زده کړو، اسلامي تعلیماتو او له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې همکاریو ته چمتووالی لري. نوموړي همدارنګه د افغانانو په مشرۍ د سولې له بهیر څخه ملاتړ وکړ.
login or register a new account.