ژبه

ولسمشر غني د احتمالي اوربند پر مدیریت ټینګار وکړ

 

کابل (پژواک، ١٧ زمرى ٩٧): ولسمشر اشرف غني کاپیسا ته د خپل سفر پر مهال نن له غرمې مخکې د دغه ولایت له ملکي او نظامي مسوولینو سره وکتل او د هغوی د اجرااتو د راپور اورېدو تر څنګ یې د کاپیسا عمومي امنیتي وضعیت و ارزاوه.

له ارګه په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، یادو مسوولینو د کاپیسا د عمومي امنیتي وضعیت، لاسته راوړنو او ننګونو په اړه معلومات ورکړل، وې ویل، په کاپیسا کې مېشت امنیتي او دفاعي ځواکونه له لوړ محاربوي مورال څخه برخمن دي چې د دښمن د شومو دسیسو او د ترهګرو د ځپلو په برخه کې همغږې ګډې هڅې کوي.

ولسمشر د یاد راپور له اورېدو وروسته د امنیتي او دفاعي ځواکونو د شهیدانو روح ته د دعا تر څنګ  د کاپیسا والي او نظامي مسوولینو ته لارښوونه وکړه چې د شهیدانو کورنیو ته د رسېدنې په برخه کې دې له هېڅ راز هڅو درېغ نه کوي.

د وسله ‎وال پوځ اعلی سرقوماندان د وطن او خلکو د دفاع او په تګاب ولسوالۍ کې د بریالیو عملیاتو د ترسره کولو په برخه کې د سیمه ییزه مسوولینو هڅې وستایلې او پر موقع یې د امنیتي او دفاعي ځواکونو پر اکمال او تجهیز ټینګار وکړ.

ولسمشر غني د احتمالي اوربند پر مدیریت ټینګار وکړ او د کاپیسا والي او نظامي مسوولینو ته یې لارښوونه وکړه چې د خلکو او راتلونکو ټاکنو د امنیت د لا زیات ټینګښت په موخه دې په دغه ولایت کې د مېشتو امنیتي او دفاعي ځواکونو تر منځ د لازیاتې همغږۍ هڅې وکړي.

login or register a new account.