ژبه

باختر امينزى دويم ځل لپاره سناتور وټاکل شو

کابل (پژواک، ١٩ زمرى ٩٧) : د حزب اسلامي د سياسي کمېټې مشر ډاکټر باختر امينزى د دويم ځل لپاره سناتور ټاکل شوى دى.

له ارګ څخه د زمري په ١٩مه، پژواک خبري اژانس ته په دې اړه د ولسمشر اشرف غني حکم رالېږل شوى دى.

په حکم کې راغلي، چې د اساسي قانون د ٨٤مې مادې د درېيمې فقرې له مخې، د مشرانو جرګې د ا نتصابي غړي په توګه د باختر امين زي ټاکل منظور دى.

د يادونې وړ ده، چې باختر امين زى تر دې مخکې په ١٣٨٦ کال کې هم د مشرانو جرګې غړى پاتې شوى دى.

هغه اوسمهال د حزب اسلامي د سيساي کمېټې د مشر په توګه دنده ترسره کوي.

login or register a new account.