کابل (پژواک، ١٩ زمرى ٩٧) : د سولې ولسي حرکت نن سهار له کابل څخه د بلخ ولايت پورې لوڅې پښې پلى حرکت پيل کړ.
ددې حرکت يو تن غړي بسم الله وطندوست د زمري په ١٩مه، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دوى نن سهار شاوخوا لس بجې له کابل څخه د بلخ په لوري روان شول.
هغه زياته کړه، چې بلخ ته د روان شوي کاروان غړي لسګونه ، خو ٢٠ تنه يې لوڅې پښې دي.
نوموړي وويل، چې له کابل څخه تر بلخ ولايت پورې ٥٥٠ کيلو متره واټن دى او دوى به هره ورځ د اټکل له مخې پنځه کيلو متره پلى مزل کوي.
وطندوست وايي، چې دوى به په راتلونکو دوو مياشتو پورې د بلخ ولايت مزار شريف ښار ته ورسېږي.
ده زياته کړه : (( زموږ ددې حرکت موخه د جګړې پر ښکېلو اړخونو د اوربند او دايمې سولې لپاره فشار راوستل دي. ))
هغه وويل، چې په لاره کې ټول مېشت ولسونه بايد ددوى د سولې غږ بدرګه کړي او ددوى حرکت تقويه کړي.
دغه حرکت لومړى له هلمند څخه پيل شوى و او تر کابله پورې يې په ٣٧ ورځو کې پلى مزل وکړ، کابل ته له رسېدلو سره سم يې ولسمشر سره وليدل.
وروسته دوى په کابل کې د امريکا، پاکستان، ايران، روسيې، بريتانيا سفارتونو، ملګرو ملتونو، اروپايي اتحاديې دفترونو مخې ته خيمې ووهلې ، د ناټو او اسلامي کنفرانس سازمان ته يې ليکونه وسپارل.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن