کابل (پژواک، ١٩ زمرى ٩٧) : په اسلام اباد کې د افغانستان سفير ډاکتر عمر زاخېلوال د پاکستان د پوځ له مشر سره پر بېلا بېلو موضوعاتو خبرې کړې دي.
زاخېلوال د مرغومي په ١٩مه، په ټولنيزه شبکه ټويټر کې ليکلي دي، چې نن يې د پاکستان د پوځ مشر جنرال قمر جاوېد باجوه سره وليدل.
هغه زياته کړې، چې له نوموړي سره يې پر بېلا بېلو همو موضوعاتو خبرې او ددواړو هېوادونو ترمنځ د هوکړه شوي عمل پلان پر عملي لاروچارو خبرې وکړې.
زاخېلوال وايي، چې دغه راز يې د پاکستان د پوځ مشر سره پر افغان سولې، او په افغانستان کې د روان تاوتريخوالي پر کمولو هم بحث وکړ.
نوموړي ددې ليدنې نور جزئيات نه دي په ډاګه کړي.
login or register a new account.