کابل (پژواک، ٢١ زمرى ٩٧) : ولسمشر اشرف غني د ننګرهار د قومي مشر حاجي حيات خان او سرتېري محمد عمر سرښندنې وستايلې او هغوى ته يې عالي دولتي مډالونه ورکړل.
له ارګ څخه د زمري په ٢١مه، پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر اشرف غني نن له غرمې مخکې د قومي مشر حاجي حیات خان او د ۲۰۱ سېلاب قول اردو د څلورمې لوا د لومړي کنډک د سرتېري محمدعمر د کورنیو غړو سره د دوی د مړينې له امله غمشریکي وکړه.
حاجي حيات خان د داعش ډلې په يوه ځانمرګي بريد کې ووژل شو، سرتېري محمد عمر د جلال اباد بهسودو پله ته څېرمه يو داعشي ځانمرګي ته غېږه ورکړې وه، د ځان په قربانولو سره يې د لسګونو هېوادوالو ژوند يې ژغورلى و.
سرچينې زياته کړه، ولسمشر غني د حاجي حیات خان او سرتېري محمد عمر هغه وطنپال شخصیتونه وبلل چې د هېواد د امن، ثبات او د ولسونو د سوکالۍ په لاره کې یې ځانونه نذرانه کړل. د هغوی د سرښندنو د قدردانۍ ترڅنګ یې د حاجي حیات خان او محمد عمر دکورنۍ غړو او د ننګرهار او لغمان ولسونو ته د تسلیت ترڅنګ يې هغوى ته د فردوس جنت دعا وکړه.
د حاجي حيات خان ورور، حاجي سیدرحمن د حاجي حیات خان شخصیت، سوله ییزو او ټولنیزو هلو ځلو او مبارزو ته په اشارې ولسمشر او د افغانستان ولس ته ډاډ ورکړ چې د نوموړي لاره به تعقیبوي.
هغه د جمهور ريیس له ډاډګېرنې څخه په مننې وړاندیز وکړ چې د حاجي حیات خان دکورنۍ د اولادونو ژوند او زده کړو ته هم پام وشي.
ولسمشر غني د حاجي حیات خان هلو ځلو ته په اشارې وویل، د ده او د پاڅون کوونکو او ولسونو له برکته د ننګرهار په کوټ، هسکه مېنه او نازیانو کې د داعش ملاماته شوه.
نوموړی به د افغانستان په تاریخ کې لوړ او ځانګړی مقام ولري. د حاجي حیات خان، محمدعمر، سلګونه او زرګونه، نورو اتلانو سرښندنې او مبارزې د دې خاورې بقا تضمینوي.
ولسمشر د محمدعمر اتلولۍ ته په اشارې وویل، نوموړي په څو ثانیو کې د اسلامي او ملي عالي روحیې له مخې تصمیم ونیوه او د خپلو هېوادوالو د ژغورنې په موخه یې ټول خطر پر ځان ومانه.
هغه زیاته کړه، د دغو دواړو شهیدانو د کورنیو ژوند او د دوی د اولادونو زده کړو ته به پام او رسیدګي وشي.
ولسمشر غني د محمدعمر وروڼو ته د نوموړي د مور توصیې ته په اشارې وویل، اولادونو ته د هېواد د مېندو دغه ډول لارښوونې د بقا، بریا او تلپاتې سولې لامل کېږي.
login or register a new account.