کابل (پژواک، ٢٣ زمرى ٩٧): د پاکستان پخوانى سناتور او د عوامي نېشنل ګوند يوه مرکزي مشر افراسياب خټک له خپل حکومته غوښتي چې د افغانستان د غزني په جګړه کې د وژل شوو پاکستانيانو په اړه سپيناوى وکړي.
وسله والو طالبانو د تېرې جمعې پر شپه پر غزني ښار ډله ييز بريدونه وکړل او د ښار ډېرى سيمې يې ونيوې، خو اوس د دفاع وزارت وايي چې وسله وال طالبان له غزني ښاره ايستل شوي دي.
د راپورونو له مخې، د غزني په جګړه کې تر اوسه د جګړې د ښکېلو خواوو او عامو وګړو په ګډون شاوخوا ٥٠٠ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د دې جګړې پر مهال په رسنيو او ټولنيزو شبکو کې داسې راپورونه او ويډيوګانې خپرې شوې چې د غزني په جګړه کې د ګڼ شمېر وژلو شوو پاکستاني جنګياليو مړي له ډيورنډ پولې پورې غاړه ته اړول شوي دي.
د پاکستان پخوانى سناتور او د عوامي نېشنل ګوند يوه مرکزي مشر افراسياب خټک له خپل حکومته غوښتي دي چې د افغانستان د غزني په جګړه کې د وژل شوو پاکستانيانو په اړه سپيناوى وکړي.
هغه د زمري په ٢٣مه په ټولنيزه شبکه ټوېټر کې لیکلي، که چېرې د افغان چارواکو دا ادعا رښتيا شي نو پر غزني ښار برید به د ۱۹۸۹ کال د جلال اباد برید په څېر د يوې ناکامې تجربې تکرار وي چې بیا به یې هم قرباني لر او بر افغان ولس وي.
د يادونې ده، پرون د ملي دفاع وزير طارق شاه بهرامي هم په کابل کې د يوې خبري غونډې پر مهال وويل چې د غزني په جګړه کې ځينو ګاونډيو هېوادونو له طالبانو سره مرستې کړې ده، خو د چا نوم يې وانه خيست.
خو وسله والو طالبانو تل دا ډول خبرونه رد کړي دي.
login or register a new account.