کابل (پژواک، ٢٣ زمرى ٩٧): افغان او ناټو ځواکونه وايي چې افغان ځواکونو غزني ښار تر خپل کنټرول لاندې راوستى او نن هلته د جګړې راپور نه دى ورکړل شوى.
وسله والو طالبانو د تېرې جمعې په شپه له څلورو خواوو څخه پر غزني ښار ډله ييز بريدونه وکړل او د ښار ډېرى سيمې يې ونيولې.
پرون دکورنيو چارو او ملي دفاع وزيرانو په ګډه خبري غونډه کې وويل چې په ښار کې جګړه کمه شوې او وسله وال له يو شمېر ساحو څخه ايستل شوي دي.
په کابل کې د امريکا او ناټو ځواکونو وياند ډګرمن مارټين اوډينول د زمري په ٢٣مه،پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن په دويمه ورځ هم د ٢٠٣ تندر قول اردو، د پوليسو ٣٠٣ زون او افغان ځانګړو ځواکونو په غزني ښار کې چاڼيزو عملياتو ته ادامه ورکړې.
هغه زياته کړه، د افغان ځواکونو په مشرۍ دې عملياتو کې د غزني ښار پراخې سيمې له وسله والو طالبانو څخه پاکې شوې دي.
نوموړى وايي، وسله وال طالبان اوس د ښار له څنډو او نږدې ولسواليو څخه پر غزني ښار ځينې بريدونه کوي، خو افغان ځواکونو يې بريدونه په شا تمبولي دي.
د امريکايي ځواکونو وياند وويل چې د غزني ښار په ځينو سيمو کې لږ طالبان شته، خو هغوى ښار ته کوم ګواښ نه دى رامنځته کړى.
ډګرمن مارټين زياتوي، ځينې طالبان د خلکو په کورونو کې پټ شوي او عامو خلکو ته يې ګواښ رامنځته کړى دى.
د هغه په وينا،که څه هم طالبان د ملکي وګړو د نه متضرر کېدو ادعاوې کوي، خو د غزني په جګړه کې يې ملکي وګړي وژلي، کورونه يې ويجاړ کړي او مارکېټونه يې سوځولي دي.
د هغه په وينا، د غزني د جګړې پر مهال د امريکايي ځواکونو په بمباريوکې تر ٢٢٠ زيات وسله وال طالبان وژل شوي دي.
دى وايي،د تېرې جمعې ورځې له لومړنيو بمباريو پرته، د شنبې په ورځ پنځه،د يکشنبې په ورځ ١٦ او د دوشنبې په ورځ ١٠ هوايي بريدونه يې کړي دي.
د افغانستان د ملي دفاع وزارت وياند جاوېد غفور هم وايي چې د غزني ښار ډېرى سيمې له طالبانو پاکې شوې او اوس هلته چاڼيز عمليات روان دي.
login or register a new account.