کابل (پژواک، ٢٤ زمرى ٩٧): په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي د غزني ولايت جګړو ته په اشارې سره وايي چې افغان شخړه نظامي حل لاره نه لري.
وسله والو طالبانو د تېرې جمعې په شپه پر غزني ښار بريد وکړ چې تر پنځو ورځو جګړې وروسته اوس په ښار کې ارامي ده، خو په دې جګړو کې سلګونو سرتېرو، وسله والو طالبانو او ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
په کابل کې د ملګرو ملتونو د دفتر (يوناما) له خوا د زمري په ٢٤مه پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د غزني پر ښار د طالبانو برید، په تېره بیا په ګڼ مېشتو ښاري سیمو کې جګړې کولو یو ځل بیا ملکي وګړو ته درنه مرګ ژوبله اړولې ده.
سرچينې زياته کړې، راپورونه دا هم په ګوته کوي چې د عامو وګړو لپاره د غزني وضعیت خورا بد دی؛ ځکه چې د جګړې له امله برېښنا قطع، اوبه او خوراکي توکي کم شوي. د اړیکو شبکې او رسنۍ تړل شوې، سړکونه بند پاتې دي او د هغو کورنیو چې غواړي خوندي ځایونو ته پناه یوسي، د ازاد تګ مخنیوی کوي.
يوناما ويلي، د بشري مرستو فعالین چمتو او لېوال دي چې د اړتیا وړ مرستې ورسوي خو د جګړې ښکېل ټول اړخونه باید څرګند، عمومي او مطلق تضمین ورکړي چې دوی پرته له کوم خنډ او مداخلې، په خوندي توګه خپلې چارې پر مخ یوسي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ځانګړى استازى تاداميچي ياماموتو ويلي، په غزني کې د جګړو له امله د انسانانو ځورونه په ګوته کوي چې په افغانستان کې د جګړې پای ته رسېدو لپاره سخته اړتیا ده.
هغه زياته کړې چې د افغانستان د شخړې حل له نظامي لارې ممکن نه دی.
د نوموړي په وينا، افغان حکومت د جګړې پر ځای له طالبانو سره د خبرو کولو بیساری وړاندیز کړی دی.
نوموړي غوښتنه کړې چې په غزني او ټول افغانستان کې باید جګړې ودرول شي، د باور جوړونې ګامونه دې پورته شي څو تاوتریخوالی ژر کم شي.
login or register a new account.