کابل (پژواک، ٢٧ زمرى ٩٧) : د ولسمشر اشرف غني د يوه ځانګړي حکم له مخې، د کانکور ازموينې عمومي رياست د لوړو زده کړو وزارت له تشکيلاتو جلا او د ازموينو نوې ملي خپلواکه اداره رامنځته شوه.
د ولسمشر دغه حکم چې پنځه مادې لري، د روان لمريز کال د زمري په ٢٢مه، صادر او اړوندو ادارو ته استول شوى دى.
د حکم په لومړۍ ماده کې راغلي، د اساسي قانون د ١٤٢ مې مادې له مخې، د دولتي (ملکي، نظامي) لوړو زده کړو او نيمه لوړو زده کړو د ډله ييزو ازموينو د چارو د ښه تنظيم په موخه، ډله ييزې ازموينې، ددې برخې د کارکوونکو ګومارنه او نور اړونده کارونه له لوړو زده کړو وزارت څخه جلا او د (د ازموينو ملي ادارې) تر نامه لاندې نوې اداره رامنځته کېږي.
دغه راز ولسمشر د دې نوې ادارې د رييس لپاره د خارج رتبه يو نوى بست هم منظور کړى دى.
ددې حکم په دويمه ماده کې ولسمشر د اداري اصلاحاتو او ملکي خدماتو ادارې ته سپارښتنه کړې، چې ددې نوې ادارې د تشکيل طرحه په يوه مياشت کې جوړه او د منظورۍ لپاره ولسمشرۍ ماڼۍ ته ولېږي.
د ولسمشر د حکم په درېيمه ماده کې راغلي چې د نوې جوړې ادارې معاشونه او نور امتيازات به د ١٣٩٧ لمريز کال د لوړو زده کړو وزارت له بوديجې څخه ورکول کېږي
login or register a new account.