کابل (پژواک، ٢٧ زمرى ٩٧) : د اسلامي هېوادونو سازمان په افغانستان کې د اوربند غوښتنه وکړه.
د سعودي عربستان په جدې ښار کې ددغه سازمان له مرکزي دفتر څخه د زمري په ٢٧مه، په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د غزني وروستۍ جګړې د افغان شخړې خراب امنيتي حالت په ډاګه کړ.
سرچينې زياته کړې چې ددغې جګړې له امله د جنګ دواړو خواوو او عامو خلکو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.
د اسلامي هېوادونو د سازمان سرمنشي ډاکټر يوسف بن احمد العثيمين د افغان جګړې پر مهال د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې پر ډېرېدو ژوره اندېښنه ښودلې ده .
هغه پر وسله والو طالبانو او د افغانستان پر حکومت غږ کړى چې له جګړې لاس واخلي او د سولې خبرې اترې پيل کړي.
ډاکتر عثيمين دغه راز وايي چې افغان جګړه پوځي حل لاره نه لري او پر سياسي جوړ جاړي يې ټينګار کړى دى.
نوموړي د افغان شخړې پر ټولو خواوو غږ کړى چې د اوربند کولو ترڅنګ د سولې د خبرو لپاره رغنده اقدامات وکړي.
د يادونې ده چې نن د افغانستان د علماوو او سولې شورا هم په ګډه له افغان حکومت او وسله والو طالبانو داوربند غوښتنه وکړه.
د ولسمشر وياند هارون چخانسوري وايي چې د اوربند لپاره د اجماع رامنځته کولو په موخه يې مشورې پيل کړې دي.
login or register a new account.