ژبه

حکومت او طالبان د سلګونو بندیانو خوشې کولو اعلان وکړ

کابل (پژواک، ۲۸ زمری ۹۷) : حکومت دولسمشر د فرمان له مخې د کابل له  څرخي پله له زندان څخه سلګونه بندیان خوشې کړي، بلخوا طالبانوهم ویلي، چې سبا به سلګونه بندیان خوشې کړي.

د لوی څارنوالی لخوا د زمري په ۲۸مه، پژواک خبري اژانس ته په یوه رالیږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې نن د ولسمشر د۲۸۳ ګڼې فرمان له مخې، چې د هیواد د خپلواکې د۹۹مې کلیږې په ویاړ یې ورکړیو، نن ۴۴۴ بندیان خوشې شول.

سرچینې ویلي، چې په خوشې شویو بندیانو کې ۱۱ ښځې، پنځه ماشومان او ۲۲۸ نارینه د عفوې او په سزا کې یې تخفیف شوی دی.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې دافغانستان دلوی څارنوالۍ مشرتابه چې د هیوادوالو ازادۍ ته ژمن دی، هڅه کوي، چې ټول بندیان د ولسمشر د فرمان د نافذیدو له لومړۍ ورځې څخه خوشې او له خپلو کورنیو سره یو ځای شي.

لوی څارنوالی ویلي، ډیره عفوه شوې بندیان دخپل بند ډیره موده بشپړه کړې او د یو شمیر نورو کسانو دبند موده کې کموالی راغلی دی.

بلخوا وسله والو طالبانو هم اعلان کړی، چې دنیکمرغه لوی اختر په مناسبت ددوی د مشر ملا هبت الله له لوري سلګونه بندیان خوشې او سبا به خپلو کورنیو سره یو ځای شي.

د طالبانو لخوا په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، د بنديانو د تنظيم او خلاصون چارو کمېسيون ته دنده سپارل شوې چې ددوی په زندانونو کې هغه اسیران چې د خلاصون پر شرايطو برابر وي مشخص او له زندان څخه آزاد کړي.

سرچینې زیاته کړې، د بنديانو چارو کمېسيون له لوري سلګونه بندیان د خلاصون لپاره مشخص شوي او د خلاصون لپاره د چمتووالي پر پروسه يې کار روان دی.

طالبانو ویلي، خوشي کېدونکي بندیان به د خلاصون د پروسې ترتکميل وروسته سبا دوشنبه د ذوالحجې پر ۹ نېټه خپلو کورنیو ته وسپارل شي.

login or register a new account.