ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پر کابل ښار دوه راکټ لګیدلي

پر کابل ښار دوه راکټ لګیدلي

author avatar
19 Aug 2018 - 10:49
پر کابل ښار دوه راکټ لګیدلي
author avatar
19 Aug 2018 - 10:49

کابل (پژواک، ٢٨زمرى٩٧ ) : د کابل ښار د ١٦ ناحيې په مربوطاتو کې دوه راکټ لګیدلي، خو مرګ ژوبله نه لري.

د کابل د امنيې قوماندانۍ وياند حشمت الله ستانکزي د زمري په ٢٨مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه دوه راکټ د کابل ښار د پلچرخي له سيمې څخه توغول شوي چې يو يې په مرنجان تپه او بل يې په قلعه زمانخان کې لګېدلى دى.

ده وويل چې په دې پېښه کې چاته مالي او ځاني زيان نه دى اوښتى.

د ستانکزي په وينا پوليس سيمې ته ورغلي او په دې اړه يې پلټنې پيل کړي دي.

داسې مهال په کابل ښار باندې راکټي بريدونه کيږي چې نن د خپلواکۍ د بيرته اخيستو ٩٩ يمه کليزه د ملي دفاع په وزارت کې د ولسمشر محمد اشرف غني او نورو چارواکيو لخوا ولمانځل شوه.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.